Language

په هرات کې ٣٠ ټنه تاريخ تېر درمل وسوځول شول

هرات (پژواک ١٨ غويى ٩٢): د هرات د عامې روغتيا له لوري د ښار له درملتونونو راټول شوي دېرش ټنه تاريخ تېر او بې کيفيته درمل نن وسوځول شول.

د عامې روغتيا رييس ډاکټر غلام سعيد راشيد د غويي په ١٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه درمل يې د يو کال په موده کې د ښار له درملتونونو راټول کړي وو.

نوموړي زياته کړه، چې دغه تاريخ تېر او بې کيفيته درمل يې  د عامې روغتيا، څارنوالۍ او ولايتي شورا د ګډ پلاوي پر وړاندې سوځولي دي.

د عامې روغتيا رييس وايي، چې په دغو درملو کې له ګاونډيو هېوادونو په قاچاقي ډول راوړل شوي درمل هم شامل وو، چې د عامې روغتيا د قانون له مخې يې سوداګري او د نارغ لپاره کارونې ته اجازه نشته.

په هرات ښار کې د يوه خصوصي روغتون مشر ډاکټر حميدالله هم دا مني، چې د ښار ډېرى درملتونونه پر نارغانو بې کيفته او تاريخ تېر درمل پلوري.

د نوموړي په وينا، ناروغانو ته د بې کيفيته درملو ورکولو ناروغۍ زياتې کړې او په درملو او ډاکټرانو يې د خلکو باور کم کړى دى.

خو د عامې روغتيا رييس وايي، چې په ټول توان به د تاريخ تېرو او بې کيفيته درملو د خرڅلاو مخه نيسي.

د هرات عامې روغتيا تېر کال هم شاوخوا څلوېښت ټنه تاريخ تېر او بې کيفته درمل سوځولي وو.

Related Topics