ترينکوټ- مهترلام (پژواک، ١٩ غويى ٩٢): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې زرګونه خلکو د يو لاريون په ترڅ کې د پاکستان پرخلاف د جهاد اعلان وکړ .
د اروزګان ولايت د رسنيو له دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دغه لاريون کې زرګونو خلکو، قومي مشرانو او ديني علماوو ګډون کړى و.
په خبر پاڼه کې راغلي، چې د اروزګان والي اميرمحمد اخندزاده د پاکستان پر خلاف د جهاد غږ وکړ او زياته يې کړه، چې دغه هېواد له تېرو دېرشو کلونو په افغانستان کې لاسوهنه کوي او د کورنۍ جګړې اور ته لمن وهي.
خبرپاڼه کاږي، چې په لاريون کې ديني عالمانو هم خلک د پاکستان پر خلاف جهاد ته راوبلل او د پاکستان پر خلاف جګړه يې د هر افغان دنده وبلله.
د سرچينې په خبره، د لاريون ګډونوالو په يو غږ د اسلامي هېوادونو له کنفرانس او نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې پر افغانستان د پاکستان تېرى او لاسوهنه وغندي.
د خبرپاڼې له مخې، لاريون کوونکو ژمنه وکړه، چې د پاکستان خلاف جګړې لپاره به خپل جايدادونه هم وپلوري او دغه راز د لاريون ډېرى ګډونوالو د پاکستان خلاف د جګړې لپاره نومونه وليکل او د ګوشتې په جګړه کې د وژل شوي او ټپي شوو سرتېرو له کورنيو سره يې نغدي مرستې هم راټولې کړې.
هغوى ويلي، چې لاريون کوونکو مرګ پر پاکستان او ژوندى دى وي افغانستان شعارونه ورکول.
د يو بل خبر له مخې، د لغمان په اليشنګ هم سلګونه خلکو، ديني علماوو او قومي مشرانو د پاکستان د تېري خلاف لاريون وکړ.
لاريون کوونکو د پاکستان پر خلاف د مرګ شعارونه ورکول او ډيورنډ يې يو تپل شوې کرښه وبلله.