Language

د افغانستان له مقدسې خاورې د دفاع کاروان ګوشتې ولسوالۍ ته سفر وکړ

جلال اباد (پژواک،١٩غويى٩٢): د افغانستان له مقدسې خاورې څخه د دفاع کاروان د ګوشتې په پېښه کې د وژل شوي پوليس له مزاره ليدنه وکړه او هم يې ګوشتې ولسوالۍ ته سفر وکړ.

دغه کاروان چې سلګونو ځوانانو، علماوو او قومي مشرانو په کې ګډون کړى وو، نن يې لومړى د قبايلو په رياست کې غونډه وکړه او وروسته د وژل شوي پوليس محمدقاسم د مقبرې پر لور وخوځېدل.

د لومړي نمبر سرحدي زون پخواني قوماندان او د ياد کاروان مشر جنرال امين الله امرخېل د پاکستانيو پوځيانو هغه کړنې په کلکه وغندلې، چې له مخې يې د ګوشتې په ګونڅړۍ سيمه کې پوځي تاسيسات جوړ کړي دي.

ده زياته کړه، دوى سره د ٢٠ ولايتونو ځوانان او سپين ږيري په دغه کاروان کې يوځاى دي.

د امرخېل په خبره: ((دوى غواړي د دغه کاروان له مخې خلکو ته وښيي چې ټول افغانان سره يو دي او د اړتيا پرمهال کولى شي له سرحدي ځواکونو سره اوږه په اوږه وجنګېږي.))

د کاروان يوه بل غړي مجيد قرار وايي، چې لومړى د قاسم خان مزار ته او له هغه وروسته د ګوشتې ولسوالۍ تر څلورم کنډکه پورې ولاړل.

د هغه په وينا، سلګونه ځوانان او مشران په دې موخه دلته راغلي ، چې خپل سرحدي پوليس په دې وپوهوي چې دوى يې تر شا ولاړ دي.

ده زياته کړه: ((پاکستان دې نور په دې پوى شي چې د دوى د تېري په مقابل کې چوپ نه شي پاتې کېدى او هسې نه چې ټول افغانان ورپسې راپورته شي.))

د مدني ټولنې يوې فعالې ناجيې چې د کاروان ملګرتيا يې کوله، پژواک ته وويل چې په خپل ورتګ سره سرحدي ځواکونه په دې پوهوي چې خويندې يې هم تر شا ولاړې دي.

هغې زياته کړه: ((کله چې زما ضرورت شو، زه به په خپله ټوپک رااخلم او له خپل ورور سره به اوږه په اوږه جنګيږم.))

ياده دې وي چې په دې وروستيو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د پاکستان پر ضد لاريونونه وشول او په سلګونو ځوانانو، مشرانو او يو شمېر نورو چارواکو د سرحدي سيمې ګونڅړۍ څخه ليدنه وکړه.

Related Topics