جلال اباد (پژواک، ١٩ غويى ٩٢): د ننګرهار د اچين ولسوالۍ چارواکي وايي، چې وسله والو د ماين پاکۍ موسسې يوولس کارکوونکي تښتولي دي.
د اچين ولسوال معلم معشوق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې مخکې په شاوخوا يوولسو بجو د اچين د باندر په زرۍ سيمه کې د ايم ډي سي موسسې ١١ کارکوونکى تښتول شوي دي.
ده زياته کړه، دا کسان په سيمه کې د شېرولي په نوم يوه وسله وال تښتولي دي، خو د تښتولو د لامل په اړه يې معلومات نه درلودل.
د هغه په وينا، د قومي مشرانو له لارې يې هڅې پيل کړي، چې ياد کسان راخوشې کړي.
د سيمې يوه اوسېدونکى عنايت الرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې وسله والو د يادو شويو کسانو موټر او نور وسايل هم له ځان سره وړي دي.