غزني ښار (پژواک ۱۹ غويى ۹۲): د عزني امنيتي مسوولين وايي، چې د دې ولايت په دوو جلا پېښو کې يو پوليس او دوه وسله وال طالبان وژل شوي او د ملي اردو څلور سرتېري ټپيان دي.
د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته د غزني ښار اړوند د بيرګټ کلا په سيمه کې يو پوليس د يوه وسله وال طالب له لوري، چې پر موټر سايکل سپور و، ووژل شو؛ خو نوموړى هم د پوليسو په ډزو ووژل شو.
ده زياته کړه، دغه پوليس هغه مهال د يوه وسله وال طالب له لوري په بې غږه تومانچه ووژل شو، چې پيره يې کوله او د هغه وسله يې هم له ځان سره يوړه.
د هغه په خبره، په سيمه کې نورو پوليسو ياد شوى طالب تعقيب کړ او د غزني-پکتيکا په لويه لويه له ښاره وتلې سيمه کې يې وواژه.
نوموړى وايي، د دغه طالب چې د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی دى، دوه تومانچې يې هم د پوليسو لاسته ورغلې دي.
څو ورځې وړاندې هم، د غزني ښار په منځ کې د نجونو د جهان ملکې د لېسې يو ساتونکى پوليس هم د وسله والو طالبانو له لوري په بې غږه تومانچه ووژل شو، چې وروسته خپله بريدګر هم د پوليسو له لوري د ښار په منځ کې ووژل شو.
د غزني امنيه قوماندان همداراز وايي، چې نن سهار وختي وسله والوطالبانو د غزني ښار د پيرکې په سيمه کې د ملي اردو ځواکونو پر پوستې بريد کړی دى.
د ده په وينا، په دغه بريدکې د ملي اردو څلور سرتېري ټپيان شوي او يو وسله وال طالب وژل شوی، چې جسد يې په سيمه کې پاتې دى.
وسله والو طالبانو د لومړنۍ پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې نن سهار وختي يې د غزني ښار په پيرکه سيمه کې د ملي اردو څلور سرتېري وژلي دي.
دى زياتوي، چې په دې پېښه کې د دوی يو ملګری هم وژل شوی دى.