Language

پر کونړ يو ځل بيا د پاکستان ٢٢ توغندي لګېدلي

اسعداباد (پژواک ١٩ غويى ٩٢): د کونړ پر سرحدي ولسواليو د پاکستان له لوري له تېرې شپې راهيسې ٢٢ توغندي ويشتل شوي دي.

د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي د غويي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه شمېر توغندي له تېرې شپې راهيسې د کونړ پر درېيو سرحدي ولسواليو ويشتل شوي دي.

واصفي زياتوي، چې توغوندي پر دانګام، مروره او خاص کونړ توغول شوي دي.

د نوموړي په وينا، پر يادو ولسواليو لګېدلي توغندي د لرې واټن توغندي دي، چې ځاني زيان نه لري، خو د خلکو کښتونه يې زيانمن کړي دي.

شاوخوا درې ورځې مخکې هم پر دانګام شاوخوا شل توغندي ويشتل شوي وو، چې د مالي زيان تر څنګ يې دوه مېرمنې هم ټپيانې کړې وې.

Related Topics