Language

 

جلال اباد (پژواک، ١٩ غويى ٩٢): په لغمان ولايت کې د ماين چاودنې دوه حکومتي سرتېري وژلي او يو بل يې ټپي کړى دى.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غويي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته د لغمان د الينګار ولسوالۍ د پړوايي په سيمه کې د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه، چې  د ملي اردو يو سرتېرى او  يو سيمه ييز پوليس وژل شوي او يو سيمه ييز پوليس ټپي شوى دى.

نوموړى وايي، چې ياد سرتېري سيمې ته د ماينونو شنډولو په موخه تللي وو، چې د درېيو ماينونو له شنډ وروسته چاودنه پرې شوې او ياده مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده.

د يادې پېښې په اړه وسله والو طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو طالب وياند د لغمان په دولت شاه او نورو ولسواليو کې ګڼ شمېر دولتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعاکړې ده.

 

 

Related Topics