جلال اباد ( پژواک ۱۹ غویی ۹۲ )د لغمان چارواکي وایي چې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ په یوې وسلوالې نښتې کې د وسلوالو د دوه مشهورو قوماندانانو په ګډون ۱۵ تنو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک د غویي په ۱۹مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا عملیات نن د الینګار د سیند ختیزې څنډې ته د ګل ارام او قصبې په غرنیو سیمو کې ترسره شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د سیمه ییزو پولیسو او ځانګړو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې چې شاو خوا درې ساعته د مخالفینو سره په کې وسلواله نښته شوې د وسلوالو طالبانو ۹ تنه وژل شوي او ۶ تنه نور یې زخمیان شوي دي.
ځواک زیاتوي چې د لومړنیو مالوماتو له مخې په وژل شویو کسانو کې د وسلوالو طالبانو د دوو مشهورو قوماندانانو عبدالغفور او مساپر په ګډون ۴ تنه د مخالفو وسلوالو د بل مشهور قوماندان زرقاوي او ۳ تنه نور یې د قوماندان مبارز له ګروپ څخه دي کوم چې د ډیری بې ګناه خلکو په وژلو، د ماینونو په خښولو او نورو ورانکارو فعالیتونو کې یې لاس درلود.
هغه وایي چې په دغه نښته کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان لطیف هم ټپي شوی و چې وروسته د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.
وسلوالو طالبانو تر اوسبه په دې اړه څه نه دي ویلي.