ښرنه ( پژواک، ٢٠غويى٩٢) : د پکتيکا په دوو سرحدي ولسواليو شکين او خير کوټ کې يو وسله وال وژل شوى او درې نور ژوندي نيول شوي دي .
د پکتيکا ولايت د رسنيو له دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې پرون غرمه افغان پوله ساتونکو په شکين ولسوالۍ کې د يو کمين په ترڅ کې يو وسله وال وواژه .
د خبر پاڼې له مخې، په نښته کې د سيمې خلکو او پوله ساتونکو ته کوم زيان نه دى اوښتى .
خبر پاڼه زياتوي ،چې په خير کوټ کې د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو تر منځ نښته کې درې وسله وال ژوندي ونيول شول.
خبرپاڼه کاږي ،وروسته ملي پوليس او د ملي امينت ځواکونه هم د سيمه ييزو پوليسو مرستې ته ورسېدل ،چې په پايله کې يې درې تنه له وسلو او مهماتو سره ژوندي ونيول شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP