Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او امریکا د ګډ کمیسیون غونډه په کابل کې جوړیږي

کابل ( پژواک ۲۱ غویی ۹۲) : دامریکا او افغانستان د ګډ کمیسیون غونډه دغویي په ۲۱مه، دشنبې په ورځ په کابل کې جوړیږي.

دبهرنیو چارو وزارت لخوا دغویي په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې غونډه کې دافغانستان د پلاوي مشری د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول کوي.

سرچینې زیاته کړه چې په دې غونډه کې د ګډون دامریکایي پلاوي مشری د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلیم برنز کوي.

د یادونې وړ ده چې تیر کال د افغانستان او امریکا ترمنځ دلاسلیک شوي  ستراتیژیکو همکاریو د سند د عملي کیدو پرلارو چارو د خبرو اترو لپاره دغه ګډ کمیسیون جوړ شو او لومړۍ غونډه یې په واشنګټن کې ترسره شوې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.