کابل ( پژواک ۲۰ غویی ۹۲) : د جرمني لومړۍ وزيره وایي چې تر ۲۰۱۴ کال مخکې چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي، په دغه هيواد کي بايد ډېر اصلاحات راوستل شي.
د المان غږ راډیو د راپور د جرمني لومړۍ وزیره میرمن انګیلا میرکل دغه څرګندونې د غویي په ۲۰مه، په شمالي ولایت کندز کې خپلو سرتیرو سره تر لیدنې وروسته کړې دي.
لومړۍ وزيره انګيلا ميرکل د جمعې په ورځ سهار د دفاع وزير توماس ديميزير په ملګرتيا په مزارشريف کي د آلمان د دفاع وزارت ستري پوځي اډې ته ورسېده. ميرکل له هغه ځايه بيا په يوه څرخۍ الوتکه کې کندز ته سفر وکړ.
صدراعظمې په کندز کي له خپل پوځي لښکر سره د ليدني کتني پرمهال وويل، مخکي له دې چي په ۲۰۱۴ کال کي په افغانستان کي جنگي ماموريت ختم سي په دغه هيواد کي بايد ډېر اصلاحات راوستل شي.
هغې زیاته کړې : (( موږ به دې ته ځانګړې پاملرنه وکړو چي په دغه هيواد کي سياسي پروسه په ښه توگه پرمخ ولاړه شي.))
د هغو کارونو په اړه چي په افغانستان کي په مخکي دي ميرکل د ۲۰۱۴ کال په اپريل مياشت کې د ولسمشرۍ انتخاباتو له پاره تياری او د اقتصاد رغول ياد کړل.
هغې د آلمان حکومت هغه پريکړه نوره هم پياوړې کړه، چي له مخي یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي يو بل ماموريت پيليږي.
ميرکل په خپلو خبرو کي نور هيوادونه هم دې ته تشويق کړل چي په دغه ماموريت کي برخه واخلي . هغې زیاته کړه :«نړيوالو ځواکونو دلته وښووله چي څرنگه يو ځای ښه کار کولای شي.))
د خپلو ځواکونو د لېدو لپاره افغانستان ته راغلې میرمن میرکل په بغلان کي د يوه آلماني عسکر تر وژل کېدو نژدې يوه اوونۍ وروسته افغانستان ته سفر کوي.
المان په افغانستان کې ۴۲۰۰ سرتیري لري او تر اوسه په افغانستان کې ۵۳ تنه سرتيري وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP