جلال اباد ( پژواک ۲۰ غویی ۹۱ ) : پاکستان د پارلماني ټولټاکنو دامنیت لپاره د تورخم دروازه ددریو ورځو لپاره تړلې ده.
په تورخم کې دافغانستان دسرحدي ځواکونو کمیسار سمونوال هدایت اوریا دغویي په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لا دمخه په دې اړه اعلان کړی و.
هغه زیاته کړه چې پاکستانیو سرحدي ځواکونو نن تر غرمې وروسته د اسنادو نه لرونکو پر وړاندې دروازه وتړله او سبا به اسناد لرونکي او نه لرونکي نه پریښودل کیږي.
نوموړي چې پاکستان دغه کار د پارلماني ټولټاکنو د امنیت لپاره کړی او تر دوشنبې ورځې پورې به دروازه بنده وی.
ټاکل شوې ده، چې دشنبې په ورځ په پاکستان کې پارلماني ټولټاکنې ترسره شي.