ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځانمرګي موټر چلوونکي له ځان سره  دوه عام وګړي ووژل

ځانمرګي موټر چلوونکي له ځان سره دوه عام وګړي ووژل

author avatar
10 May 2013 - 15:41
ځانمرګي موټر چلوونکي له ځان سره  دوه عام وګړي ووژل
author avatar
10 May 2013 - 15:41

 چاريکار( پژواک ٢٠ غويى ٩٢) : چارواکي وايي ،چې د کاپيسا په تګاب  ولسوالۍ کې يوه ځانمرګي موټر چلوونکي ځان ته چاودنه ورکړې او دده په ګډون درې تنه ووژل شول او څلور نور ټپيان دي.

د کاپيسا د والي وياند قيس قادري د غويي په ٢٠مه پژواک اژانس ته وويل،چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د تګاب په تتر خېلو سيمه کې رامنځ ته شوه.

نوموړى وايي،موټر چلوونکي ځانمرګي واسکټ اغوستى و او له ځانه سره يې په خپل سراچه موټر کې سواري هم لېږدول  ،چې د پوليسو د تلاشۍ په پوسته کې يې موټر ودرول شو.

د قادري په وينا ، ځانمرګي تر تلاشي مخکې ځان ته چاودنه ورکړه ،چې د ده په ګډون په موټر کې سپره يوه مور او ماشوم وژل شوي او څلور نور سواري، چې عام وګړي دي، ټپيان شوي.

هغه زياته کړه، د پېښې ټپيان يې سمدستې په سيمه کې د مېشتو فرانسوي ځواکونو پوځي مرکز ته ولېږدول ،خو هلته يې د سختو ټپونو له امله درملنه ناشونې وه، چې بيا د فرانسوي پوځي ډاکټرانو په غوښتنه د بګرام پوځي روغتون ته ولېږدول شول.

د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسول فقيراحمد صديقي هم پېښه تاييد او زياته يې کړه، چې کشفي ارګانونو ته درې ورځې مخکې خبر رسېدلى و،چې وسله وال د کاپيسا په مرکز محمود راقي کې د بريد پلان لري، نو له همدې امله امنيتي ځواکونو خپل تدابير سخت کړي و.

د ده په وينا ، د چاودنې ځاى ته نږدې يو پوليس هم ټپي شوى ،خو ده يې روغتيايي حالت ښه وباله.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.