Language

د امريکا د کانګرېس پلاوي د افغان مېرمنو له حقونو ملاتړ څرګند کړ

 هرات ښار (پژواک، ٢١ غويى ٩٢): د امريکا د کانګرېس يوه پلاوي هرات ولايت ته د سفر پرمهال له افغان مېرمنو څخه ملاتړ څرګند کړ.

 د هرات د والي وياند محى الدين نوري نن (د غويي ٢١مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دې ولايت ته د امريکا د کانګرېس د شپږ کسيز پلاوي موخه د افغانستان او په ځانګړي ډول د هرات مېرمنو له حالاتو ځان خبرول او له هغوى څخه ملاتړ ښودل دي.

 ده زياته کړه، پلاوي د هرات له والي داوود صبا سره د خبرو پرمهال ډاډ څرګند کړ، چې هېواد يې د افغان مېرمنو د ژوند د سمون او د حقونو د ترلاسه کولو په برخه کې ژمن دى.

 نوموړى وايي، دا پلاوى چې په راتلونکو څو ورځو کې به د هرات د مېرمنو له بېلابېلو ټولو سره وګوري، غواړي چې ښځو ته د ښوونې او روزنې د وړتيا لوړولو، په ټولنيزو چارو کې د ښځو د ونډې پراخولو او د مېرمنو په ژوند کې نورو پرمختګونو ته زمينه برابرول دي.

 په هرات  کې د مدني ټولنې يوې فعالې مېرمن ياسمين مهري پژواک اژانس ته وويل، د ښځو په برخه کې د تېرو څو کلونو د لاسته راوړنو د ضايع کېدو اندېښنه موجوده وه.

 خو هغې زياته کړه: “د امريکا د کانګرېس د پلاوي په راتګ سره هيله راته پيدا شوه، چې نړيوالو موږ له ياده نه يو وېستلي.”

  د نوموړې په وينا، په ټول توان سره به د خپلو اسلامي حقونو د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي.

 هرات د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښې په کې ډېرې دي.

 

Related Topics