جلال اباد (پژواک ٢١ غويى٩٢): د ننګرهار چارواکي وايي، چې په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د غويي په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو کومانډو او ملي پوليسو ګډ عمليات روان دي.
د هغه په وينا، په دې عملياتو کې پنځه تنه د دولت وسله وال مخالفين د خوګياڼو په کړوخېلو کې وژل شوي او يو تن يې ټپي دى.
ده زياته کړه، په عملياتو کې نښته هم رامنځته شوې، چې يو وسله وال په کې ټپي شوى دى، خو ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د هغه په خبره: ((٨٠ تنه نور مشکوک کسان هم د عملياتو په نتيجه کې نيول شوي دي.))
دى وايي، په عملياتو کې يې يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
د وياند په وينا، دغه عمليات به تر هغې جريان ولري، ترڅو د خوګياڼو ټولې سيمې د دولت له وسله والو مخالفينو پاکې کړي.
بل خوا د خوګياڼو د روغتون امر ډاکټر نوراغا پژواک ته وويل، چې دوى ته تراوسه پورې دوه عام وګړي ور وړل شوي، چې يو يې سرسري او بل يې سخت ټپي و.
هغه زياته کړه: ((سخت ټپي مو د عامې روغتيا روغتون ته لېږلى او بل ټپي همدلته تر درملنې لاندې دى.))
په دې اړه تراوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
په خوګياڼو ولسوالۍ کې له تېرو دوو مياشتو راهيسې دا درېيم ځل دى، چې د ګډو ځواکونو له لوري په کې عمليات ترسره کيږي.