Language

طالبانو لښکرګاه ته د برېښنا غځېدلي مزي پرې کړي

لښکرګاه (پژواک ٢١ غوايى ٩٢): د هلمند د برېښنا چارواکي وايي، وسله والو له تېرو څلورو ورځو د لښکر ګاه برېښنا پرې کړې او د هغوى له اجازې پرته ښار ته برېښنا نه شي راوستلاى.

د هلمند د برېښنا رييس انجينر فيض الله د غويي په  ٢١مه پژواک اژانس ته وويل، پنځه ورځې وړاندې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې ترسره  شوو عملياتو وسله وال طالبان او عام خلک په غوسه کړي وو.

نوموړى وايي، تر عملياتو وروسته وسله والو په ميوند ولسوالۍ کې د کندهار لور ته د غځېدلې برېښنا درې پايې پر ماينونو والوځولې او وروسته  يې پر لښکرګاه هم  برېښنا پرې کړه.

وسله والو درې ورځې مخکې  د سنګين او  ګرشک ولسواليو ترمنځ  د کمپرک  په سيمه کې له کجکې څخه لـښکرګاه ته غځېدلي مزي پرې کړل.

د برېښنا رييس زياتوي، چې دوى له ځايي وسله والو  سره تفاهم لري نو له  همدې امله يې خپله تخنيکې ډله سيمه ته د مزو د بېرته جوړېدو لپاره ولېږله، خو د طالبانو لوري له وسايلو سره ونيول شوه.

د ده  په خبره، تر خبرو وروسته  يې خپل کارکوونکي او يوه  عراده کرينګ بېرته  راخوشي کړل خو د برېښنا ستونزه لا پر ځاى پاتې  ده.

هغه وايي: ((له وسله والو سره معامله نه لرو، د برېښنا شرکت له  ١٥  زره مشترکينو پيسې راټولوي، خو وسله وال بيا د خپل واک په سيمو کې له ٢٥ زره مشترکينو پيسې اخلي، چې په هرو دوو مياشتو کې ٥٥ ميليونه افغانۍ کېږي.))

د برېښنا رييس زياته کړه، دا چې طالبان  لښکرګاه ته برېښنا نه پرېږدي نو دوى پرېکړه کړې، چې د طالبانو د واک په سيمو به برېښنا پرې کړي.

د لښکرګاه  خلک له دولتي چارواکو او وسله والو طالبانو غوښتنه کوي، چې د برېښنا له پروژې  دې سياسي معامله نه جوړوي او دا ستونزه دې هواره کړي.

د لښکرګاه ښار يو هټيوال وايي، چې دولتي ادارې له ډيزلي برېښنا کار اخلي، خو خلک له ستونزو سره مخ شوي ګرمي هم زياته ده او د برېښنا له پرې کېدو وروسته د سون توکو بيه هم لوړه شوې ده .

د جلال الدين په نوم د لښکرګاه استوګن شکايت کوي، چې له تېرو درېيو ورځو په کورونو کې اوبه نشته او خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي .

وسله وال طالبان د برېښنا د پرېکولو په اړه رسنيو ته څه نه وايي.

Related Topics