غزني (پژواک ۲۱ غويى ۹۲): چارواکي وايي، د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې يې د عملياتو په ترڅ کې ٢٥ بهرني وسله وال وژلي دي.
د غزني د والي وياند نبي جان د غويي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه عمليات افغان ځواکونو په يواځې توګه ترسره کړي دي.
نوموړى زياتوي، په وژل شوو وسله والو کې پاکستاني، عرب او چيچيني وسله وال هم شته، چې په دې وروستيو کې يې سيمه نا ارامه کړې وه.
د نبي جان په وينا، عمليات پرون مازديګر پيل شول او اوس هم روان دي، ښايي د وسله والو مرګ ژوبله نوره هم زياته شي.
د ده په خبره، په دغو عملياتو کې افغان ځواکونو او د سيمې خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د سيمې اوسېدونکي هم وايي، چې د ګيرو په نا امنو سيمو کې له پرون راهيسې عمليات پيل شوي او تر اوسه دوام لري.
د نعيم الله په نوم د سيمې يو اوسيدونکى وايي، چې په دې وروستيو کې په ګيرو کې وسله وال زيات شوي وو، خو نوموړى په عملياتو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم په ګيرو کې د افغان ځواکو او وسله والو تر منځ د جګړې خبره مني خو وايي چې طالبانو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د قره باغ په ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته کې ١٢ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن