جلال اباد (پژواک ٢١ غويى ٩٢): د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته.
د کامې ولسوال سيد رحمن مومند د غويي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا څلور بجې د ولسوالۍ د کنډي په سيمه کې وشوه.
هغه زياته کړه، چې چاودنه د پوليسو پر يوه رينجر موټر شوې چې له امله يې پنځه پوليس ټپي شوي دي.
د ولسوال په وينا، ټپيان د کامې روغتون ته لېږدول شوي او د درېيو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
خو د کامې روغتون يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته يو مړى او درې ټپيان ور وړل شوي دي.
د زبير په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې په دې سيمه کې د يوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړېږي او يادو پوليسو يې امنيت خوندي کړى و.
د هغه په وينا، نن په داسې حال کې چې يو دولتي پلاوي هم له سيمې څخه ليدنه کوله، ياده چاودنه رامنځته شوه.
تر چاودنې وروسته دوه تنه شکمن، چې کېداى شي د ريموت کنټرول په وسيله يې دا چاودنه کړې وي، د تېښتې هڅه کوله، چې يو تن يې د سيمې د اوسېدونکو له خوا ونيول شو او تر سختو وهلو وروسته پوليسو ته وسپارل شو.
ولسوال وايي، چې پوليس د بل تن د نيولو هڅه کوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.