Language

يوه لېسه او يو پارک د محمدقاسم خان په نوم ونومول شول

جلال اباد (پژواک٢١ غويى ٩٢): د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ د سرکنډ لېسه د محمدقاسم په نوم نومول کېږي، بل خوا په ميدان ښار کې يوه پارک د هغه په نوم نومول شوى دى.

 محمدقاسم څو ورځې مخکې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې له پاکستانيو ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوى و.

  د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې يو شمېر غړو د غويي په ٢١مه، ښېوه کې د محمدقاسم له مزاره ليدنه وکړه او هم يې د نوموړي کورنۍ ته د تسليت مراتب وړاندې کړل.

 د محمدقاسم پر مزار د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې مشر پوهندوى لعل پاچا ازمون، رسنيو ته وويل چې قاسم خان په خپلو وينو يو داسې ټغر وغوړاوه، چې په هېواد کې يې ټول هېوادوال په يووالي سره کېنول.

 هغه زياته کړه، د محمدقاسم د مزار په خاطر دې دولت د سرکنډ سيمې ته يو پوخ سړک راتېر کړي.

 نوموړي زياته کړه: ((شهيد قاسم هغه څوک دى چې ټول افغانان يې په يوه غږ کړل، په کار ده چې درناوى يې وشي.))

 ازمون وايي، د سرکنډ لېسه دې هم د نوموړي په نوم ونومول شي، ترڅو د شهيد محمدقاسم ياد د هغه تر کړوسو هم ژوندى پاتې شي او راتلونکى ترې درس واخلي.

 د ختيځ زون د کرکټ بورډ مسوول قرار عزيزي هم هغه کپ چې څه موده وړاندې په کرکټ کې ننګرهاري ځوانانو د هېواد په کچه ګټلى و، د شهيد محمدقاسم په نوم ونوماوه او ياد کپ يې د شهيد کورنۍ ته ډالۍ کړ.

 قرار وايي: ((موږ به په ښېوې ولسوالۍ کې د کرکټ يو ميدان د شهيد محمدقاسم په نوم جوړوو.))

 د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري، چې له ياد شوي پلاوي سره يې ملتيا کوله، پژواک اژانس ته وويل چې د سرکنډ د لېسې نوم به سر له ننه د شهيد محمدقاسم لېسې باندې بدل شي.

 دى وايي:(( موږ به د دغې لېسې هره اړتيا ژر تر ژره پوره کړو.))

 شينوارى وايي، د شهيدقاسم د بچو د زده کړې په برخه کې به هم د ننګرهار د پوهنې رياست ځانګړې ونډه واخلي او هغوى ته به هر ډول اسانتيا برابره کړي.

 شاعر او ژورناليست بازمحمد عابد هم، هغه مرسته شوې پيسې چې نوموړي ته ګڼو دوستانو ورکړې وې، د قاسم خان کورنۍ ته ورکړې او ژمنه يې وکړه، چې نورې مرستې به هم په نږدې راتلونکي کې ورته وسپاري.

 د يوه بل خبر له مخې، په ميدان وردګو ولايت کې يو تفريحي پارک د ملي اتل محمدقاسم په نوم ونومول شو.

د دې ولايت د والي وياند عطاءالله خوګياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست په غوښتنه د دغه ولايت د اداري مجلس له تصويب وروسته د دغه ولايت په مرکز ميدان ښار کې نږدې اتلس جريب ځمکه کې يو تفريحي پارک د ملي اتل محمد قاسم په نوم ونومول شو.

 والي عبدالمجيد خوګياڼي د دغه پارک د نومونې پرمهال، چې د دې ولايت ټولو مسوولينو او ځوانانو هم ورسره شتون درلود، وويل چې ملي اتل محمدقاسم هغه ځوان و، چې د خپل سر په بدله يې له وطن څخه ساتنه وکړه او د خپلو وينو په تويېدو سره يې په زرګونو نورو سرتېرو ته د مېړانې ډاډ ورکړ.

 د ميدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ مختار پژواک ته وويل، چې د ولايت مقام په اداري مجلس کې غوښتنه وشوه، چې محمدقاسم ته د ملي اتل لقب ورکړل شي او په دې اړه يې شوې پرېکړه مرکز ته لېږلې ده.

Related Topics