جلال اباد (پژواک ٢٢ غويى ٩٢): د ننګرهار ولايت اوسېدونکي شکايت کوي، چې دولت له ژمنې سره سره د بهسودو د پله او د تورخم-جلال اباد سړک د بيارغونې چارې تر اوسه نه دې پيل کړې.
د بهسودو پول په هېواد کې تر ټولو لوى (٣٦٠متره) اوږود پول دى، خو دانجنيرۍ له مخې يې د کارونې موده بشپړه شوې د اوس يې د لوېدو ګواښ شته.
څو کاله مخکې د دغه پله پر سر پر امريکايي ځواکونو دوه ځلې ځانمرګي بريدونه هم وشول، چې نور يې هم زيانمن کړل.
پر دغه پول د ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو د ٢٧ ولسواليو سلګونه زره خلک تګ راتګ کوي.
دغه راز د تورخم-جلال اباد د دويم سړک چارې چې پاکستان څو کاله مخکې پيل کړې وې، د ٦٠ سلنې چارو په بشپړېدو سره يې دغه کار په نيمايي کې پرېښود.
د ١٣٩١ لمريز کال په وروستيو مياشتو کې د ننګرهار د فوايد عامې رياست ويلي وو، چې په راتلونکي وري مياشت کې به يې چارې پيل شي، خو دا دى د غويي مياشت هم په خلاصېدو ده، خو د دغو پروژو د کار درک نه لګي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دولتي چارواکي په فساد کې ککړ دي، نو ځکه د خلکو ستونزو او اړتياوو ته پاملرنه نه کوي.
هغه زياتوي، چې اداري فساد او شخصي ګټو يادې دواړه د بيارغونې سترې بنسټيزې پروژې ځنډولې او که چېرې د فساد مخه ونه نيول شي نو د بيارغونې په کارونو کې به همداشان وروسته والى راځي.
دى وايي، چې د حصارک له لارې کابل ته سړک هم د چارواکو د بې غورۍ او فساد له امله ځنډول شوى دى.
د بهسود ولسوالۍ يو اوسېدونکى محفوظ الحق وايي، چې هره ورځ پوهنتون ته د تګ پر مهال د بهسودو پر پله د ګڼې ګوڼې له امله په ځنډ سره پوهنځي ته رسېږي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې درې مياشتې مخکې د ننګرهار والي او نورو چارواکو د دغه پول د جوړولو ژمنه کړې وه، خو اوس يې هېڅ څرک ونه لګېد.
د کامې ولسوالۍ يوه کروندګر سيداجان هم سهار مهال د بهسودو پر پله له ګڼې ګوڼې شکايت کوي او زياتوي، چې دى خپل حاصلات پر وخت جلال اباد ښار ته نه شي رسولى.
د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير رسول ګل درې مياشتې مخکې له پژواک سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي وو، چې د ١٣٩٢ لمريز کال د وري په مياشت کې د بهسودو پر پله او تورخم سړک به کارونه پيل شي.
خو هغه د کار د ځنډ په اړه اوس وايي، دوى ته چې څه ډول د وزارت له خوا وويل شي، هماغه ډول عمل کوي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، د بهسودو پر پُل د لومړۍ سروې چارې بشپړې شوې او اوس يې د ځمکې سروې چارې روانې دي.
نوموړى زياتوي: ((د تورخم-جلال اباد د دويم سړک د سروې چارې هم روانې دي او کوښښ کوو چې ژر پرې کار پيل شي.))
د رييس په خبره، پراختيايي بوديجه د مرکز له لوري په ولايتونو کې لګېږي او ټولې چارې د مرکز اړوند دي، نو ځکه دوى ته ټاکلى وخت نه معلومېږي.
انجينر رسول ګل فقير د فساد خبره په کلکه ردوي او وايي، يادې پروژې بنسټيزې او سترې پروژې دي او کارونه يې وخت ته اړتيا لري.
دى وايي: ((خلک داسې فکر کوي چې بس سم له واره يې جوړ کړئ، خو دا ډېر لوى مراحل طى کول غواړي، سروې ګانې دي، د پيسو راويستل دي او داسې نور.))
د فوايد عامې وزارت مرستيال ډاکټر احمدشاه وحيد هم وايي، چې د بهسودو پله او تورخم سړک د سروې کارونه جريان لري او ډېر ژر به بشپړ شي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د بهسودو د پله د جيولوجيکي سروې پروسه بشپړه شوې او ډېر ژر به يې ډيزان هم بشپړ او بيا به داوطلبۍ ته وړاندې شي.
ډاکټر وحيد وايي، د تورخم سړک تخنيکي ځانګړنې او نقشې له پاکستان سره وې او تر څو چې له هغوى ترلاسه کېدې، وخت پرې ولګېد.
نوموړى د بهسودو پله اهميت ته په اشارې سره وايي، له همدې امله به يې په خپلو لومړيتوبونو کې ونيسي.
ډاکتر وحيد ژمنه وکړه، چې په راتلونکو دوو مياشتو کې به يې عملي چارې پيل شي.