هرات ښار (پژواک، ٢٢ غويى ٩٢): د هرات چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو د انسان تښتوونکو اووه کسيزه ډله نيولې او يو تن يې له منګولو خوشې کړى دى.
د هرات د والي وياند محى الدين نوري نن پژواک خبري اژانس ته وويل، د هرات امنيتي ځواکونه وتوانېدل چې ياده ډله په کهسان ولسوالۍ کې د کشفي عملياتو په ترڅ کې ونيسي او د احمدعلي په نوم يو تښتول شوى شتمن يې له چنګه وژغوري.
احمدعلي د هرات د انجيل ولسوالۍ د جبراييل په سيمه کې د يوه درملتون خاوند و، چې شل ورځې وړاندې (د غويي دوهمه) د وسله والو له خوا وتښتول شو او د پېښې پرمهال يې ١٨ کلن ورور تښتوونکو په ډزو وواژه.
نوموړي زياته کړه، دغو کسانو د تښتول شوي تن د خوشې کېدو په بدل کې د هغه له کورنۍ څخه درې سوه زره امريکايي ډالر غوښتي وو، خو وړاندې له دې چې موخې ته ورسېږي، د ملي امنيت، پوليسو او سيمه ييزو ولسي مشرانو په هڅه ونيول شول.
د هغه په وينا، د دغې پېښې د جرم دوه نور شريکان تښتېدلي، خو د پوليسو لټون ورپسې روان دى.
احمدعلي او د هغه کورنۍ د هرات له امنيتي ځواکونو د مننې ترڅنګ له والي څخه انسان تښتوونکو ته د سختې سزا غوښتنه وکړه.
والي داوودشاه صبا هغوى ته د دې موضوع د څېړنې او د عدالت د پلي کولو ډاډ ورکړ.
د يو بل خبر له مخې، د هرات پوليس وايي، چې د قتل په تور يې يو تن نيولى دى.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د هرات ښار په دوهمه ناحيه کې د کج نومي واټ کې يو تن په چاقو سره ووژل شو.
ده زياته کړه، پوليسو د دې پېښې په تور يو تن نيولى، چې په خپل جرم يې اعتراف هم کړى دى.