جلال اباد (پژواک ٢٢ غويى ٩٢): د ښېوې ولسوالۍ د قاسم خان سيمې اوسېدونکي پر دولت نيوکه کوي، چې په سيمه کې يې د بيارغونې کارونه نه دي ترسره کړي.
سرکنډ د ښېوې ولسوالۍ شمال ته په ٣٠ کيلومترۍ کې پرته هغه غرنۍ سيمه ده، چې تر اوسه پورې يې خلک د روغتيايي خدماتو سربېره له پاکو اوبو هم بې برخې دي.
دې سيمې ته وروسته له هغه د رسنيو او چارواکو پام واوښت، چې يو اوسېدونکى يې او د سرحدي پوليسو سرتېرى قاسم خان په ګوشته ولسوالۍ کې له پاکستاني ځواکونو سره د نښتې پر مهال ووژل شو.
د ختيـځې سيمې د ژورنالېستانو او ليکوالو ټولنې مشران او غړي پرون سرکنډ سيمې ته ولاړل او د قاسم خان کورنۍ ته يې فاتحه وکړه.
د سرکنډ سيمې اوسېدونکي وايي، چې تر اوسه د دولت هېڅ کار کوونکى د دوى سيمې ته د بيارغونې د کارونو په موخه نه دى ورغلى.
د سرکنډ قومي مشر حليم ګل پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوى په سيمه کې يواځې يوه لېسه ده، نور په ټوله سيمه کې چې سلګونه کورنۍ په کې مېشتې دي، نه د کلينيک درک شته او نه يې هم خلک پاکو اوبو ته لاسرسى لري.
هغه زياته کړه، څو ځلې يې ولايتي ادارې ته وړانديزونه کړي، خو تر اوسه يې هېڅ چا غږ نه دى اورېدلى.
ملک حليم زياتوي: ((دا اوس چې قاسم خان شهيد شو، نو يو شمېر چارواکو دا سيمه وليده، کنې دلته تر اوسه يو رينجر هم نه دى راغلى.))
د ده په خبره، د اوړي په سختې ګرمۍ کې د دوى ښځې اوبه د غره له سره پر اوږو راوړي.
حليم وايي، کله چې د ښېوې ولسوالۍ ته ځي نو يو شمېر ملکان ورته وايي، چې دوى نه پېژني او د ښېوې په ولسوالۍ کې سهم نه لري.
د سرکنډ يو بل اوسېدونکى بهرام خان مټاخېل پژواک اژانس ته وويل، چې د سرکنډ په دره کې زرګونه خلک اوسېږي، خو تر اوسه پورې يو کلينيک نه لري.
دى وايي، کله چې ورته ناروغ پيدا شي لومړى يې له غره راښکته کوي او بيا يي پر اوږو تر سړکه وړي.
مټاخېل زياتوي، چې ډېر وخت يې عاجل ناروغان په لاره کې ساه ورکوي.
ده زياته کړه: ((څه موده وړاندې دلته يوه ښځه په اولاد مريضه وه، نو تر ښېوې مو چې رسوله ماشوم يې ضايع شوى و.))
نوموړى پر دولت غږ کوي، چې د دوى ستونزې دې حل کړي، ځکه تر اوسه هيڅ کوم دولتي چارواکي د دوى غوښتنو ته مثبت ځواب نه دى ويلى.
د محمدقاسم مور وايي، چې د سرکنډ درې ټول اوسېدونکي له ستونزو سره مخ دي.
هغې له مرکزي حکومت څخه وغوښتل، د دوى په سيمه کې دې پر کلينيک سربېره رغنيزې پروژې ترسره کړي، څو شته ستونزې يې کابو شي.
نوموړې پژواک ته وويل: ((څاڅکى اوبه نشته، موږ په اوبو پسې شل دقيقې مزل کوو، پاس خېژو او له چينې نه يې راوړو.))
د هغې په وينا، د دوى په سيمه کې د نجونو ښوونځى هم نشته، ډېرې نجونې يې له زده کړو بې برخې پاتې دي.
هغې زياته کړه: ((د هلکانو مکتب هم داسې پوره نشته، خو د نشت نه ښه دى.))
بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمرى هم ورته خبره کوي او پر دولت پړه اچوي چې يو شمېر سيمو ته يې پاملرنه نه ده کړې.
دى وايي، د ولس او حکومت تر منځ د پيدا شوي واټن يوه لامل هم تبعيض دى، چې ځينو سيمو ته يې ډېر کار کړى او ځينو ته يې هيڅ پاملرنه نه ده کړې.
هغه زياته کړه: ((حکومت بايد په مختلفو برخو کې له خلکو سره مرسته وکړي، هغه که د بيارغونې په برخه کې وي او که د امنيت، تر څو د خلکو زړونه لاسته راوړي.))
د ښېوې ولسوال شېرشاه حسيني پژواک خبري اژانس ته دا ومنله، چې د ښېوې د سرکنډ په سيمه کې دولت د بيارغونې کارونه نه دي کړي او که کړي هم وي، ډېر کم دي.ـ
دى وايي، په دې وروستيو کې دوى د سرکنډ سيمې لپاره د کلينيک، سړک، د ژورو څاه ګانو، او د مکتب د احاطې وړانديزونه کړي چې ډېر ژر به يې چارې پيل شي.
ولسوال زياته کړه: ((د کليو د پراختيا له ادارې څخه انجنيران راغلي وو، سيمه يې کتلې او په اړوند برخو کې به مرسته وشي.))
د ښېوې د ولسوال په وينا، د سړک د پخېدو وړانديز يې هم کړى، چې يا به يې قير کړي او يا به هم پرې چغل اندازي وشي.
ولسوال وايي: ((د کلينيک خبره هم شوې انشاءالله دا ستونزې به هوارې شي.))
نوموړى زياتوي، د څاه ګانو په برخه کې هم دوى خبره کړې او ډېر ژر به پرې کار شروع شي، تر څو پاکو اوبو ته د نه لاسرسي ستونزه هواره شي.