جلال اباد (پژواک ٢٢ غويى ٩٢): د ننګرهار مسوولين وايي، چې له اچين ولسوالۍ څخه د ماين پاکۍ موسسې تښتول شوي يوولس کار کوونکي د ډيورنډکرښې پورې غاړه تيراه ته وړل شوي دي.
د اچين ولسوال معلم معشوق د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ يوې وسله والې ډلې د اچين په باندر سيمه کې د اېم، ډي، سي موسسې يوولس کار کوونکي له درېيو موټرو سره يو ځاى تښتولي وو.
هغه زياته کړه، چې تښتوونکو لومړى دغه کسان زرې باندر سيمې ته لېږدولي وو او بيا يې له هغه ځايه له ډيورنډ پولې پورې غاړه تيراه سيمې ته اړولي دي.
ولسوال وايي: ((موږ ډېرې هڅې وکړې ، خو تر اوسه پورې زموږ اړيکې له مقابلې ډلې سره نه دي ټينګې شوې.))
د نوموړي په وينا، لا هم د دوى پلټنې دوام لري، تر څو د نيول شوو ماين پاکانو د خلاصون لپاره څه لاره چاره ولټوي.
د باندر اوسېدونکى ملنګ جان وايي، چې د نيول شوو ماين پاکانو يو موټر د زرې باندر په سيمه کې پاتې شوى او د کسانو يې تر اوسه معلومات نشته.
نوموړى وايي: ((دلته د پاکستاني طالبانو يوه ډله موجوده ده، هغوى دغه کسان تښتولي، مشري يې شېرولي کوي.))
د ملنګ جان په خبره، چې ياد کسان يې د پولې پورې غاړې تيرا ته اړولي دي.
ياده دې وي ، چې څو ورځې وړاندې د اچين ولسوالۍ په باندر سيمه کې د ماين پاکۍ د يوې موسسې يوولس کارکوونکي د وسله والو له لوري تښتول شوي وو.