Language

د ننګرهار خبريالانو د ولايت له مقام سره پرېکون وکړ

جلال اباد (پژواک ٢٣ غويى ٩١): د ننګرهار ژورنالېستانو د ولايت له مقام سره د ژورنالېستيکو اړيکو پرېکون اعلان کړ.

د دغه پرېکون  پرېکړه د غويي په ٢٣مه نېټه د پژواک خبري اژانس د جلال اباد په سيمه ييز دفتر کې د ګڼ شمېر ژورنالېستانو له لوري د يوې غونډې په ترڅ کې وشوه.

د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې مشر پوهندوى لعل پاچا ازمون پژواک اژانس ته وويل، ځکه يې د ولايت له مقام سره د ژورنالېستيکو اړيکو پرېکون اعلان کړى، چې د ننګرهار ولايت مقام ورته بشپړ او پر خپل وخت معلومات نه ورکوي.

هغه وايي، چې په دې وروستيو کې ګڼ شمېر چارواکو د ننګرهار ولايت ته سفر درلود، خو د ولايت مقام د دوى له سفرونو نه دي خبر کړي.

نوموړى زياتوي: ((مګر دا ټول خبرونه نورې نړيوالې رسنۍ خپروي، د رسنيو استازي له کابله راغواړي.))

د ازمون په خبره، چې د ننګرهار د ولايت مقام دا ډول چلند په ننګرهار کې سيمه ييزې رسنۍ او د نړيوالو رسنيو د سيمه ييزو استازو شتون تر پوښتنې لاندې راوستى.

نوموړى وايي: ((زه چې دلته موجود يم، ما نه خبروي مګر له کابله خبريال راغواړي.))

په ختيځ کې د امريکا غږ راډيو خبريال ضياء الرحمن حسرت وايي، چې ولايتي چارواکي ځکه د ننګرهار خبريالان نه خبروي چې بيا يې د لوړپوړو چارواکو په مخ کې هغه پټ رازونه چې ستونزې يې راولاړې کړې، ښکاره کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((دلته د ننګرهار ستونزې دغو مېشتو خبريالانو ته معلومې دي، نو دوى په دې خاطر چې فساد يې څرګند نه شي، له کابله خبريالان غواړي.))

د حسرت په وينا، له ولايت مقام سره به يې تر هغه پرېکون دوام لري، تر څو چې ولايت مقام ورسره يوه ليکلي پروتوکول ته نه وي رسېدلى.

د غونډې په پاى کې د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې له خوا پرېکړه ليک ولوستل شو، چې له مخې يې له ولايت مقام څخه غوښتل شوي وو، چې پر خپلو پخوانيو ژمنو دې وفا وکړي او د ژورنالېستانو پرېکون به تر هغې ورسره دوام ولري تر څو چې ستونزې يې نه وي هوارې شوي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رييس اورنګ صميم وايي، چې په ننګرهار کې به
د خبريالانو دغه ستونزې ډېر ژر د ننګرهار له والي ګل اغا شېرزي سره شريکې
کړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل،  چې معلوماتو ته لاسرسى د هر خبريال قانوني حق دى او په کارده چې دولتي چارواکي ورته معلومات ورکړي.

ياده دې وي، دا لومړۍ ځل نه دى چې په ننګرهار کې ژورنالېستان معلوماتو ته د نه لاسرسي په خاطر غونډه کوي، بلکې پخوا يې هم ورته ستونزې له ولايت مقام سره شريکې کړې وې. د ولايت مقام له لوري ورسره د ستونزو د حل ژمنې شوې وې، خو وفا پرې ونه شوه.

Related Topics