جلال اباد (پژواک ٢٣ غويى ٩٢): د ننګرهار ولايت د سکتوري رييس امنيتي ساتونکي د اصلاح په نوم يوې خصوصي لېسې ته ورغلي او د هغې مدير يې په مرګ ګواښلى دى.
په جلال اباد کې د اصلاح لېسې مدير حفيظ الله حکمت د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ننګرهار ولايت د سکتوري رييس احمدشاه سادات يو شمېر وسله وال ساتونکي يوه ښوونځي ته ورغلي او مدير ته يې د مرګ ګواښ کړى دى.
نوموړى وايي، چې د اصلاح لېسې تر څنګ د سکتوري رييس کور دى، د سړک پر منځ يې اغزن سيم اچولى او هره ورځ پرې يو شمېر شاګردان ژوبلېږي.
د هغه په وينا، د دغو موانعو له امله د لېسې موټر هم نه شي کولى چې ودانۍ ته ننوځي.
د مدير په خبره، څو ځلې يې ياد رييس ته وړانديز کړى و، چې اغزن سيم د سړک يوې غاړې ته واچوي خو دوى ورځ تر بلې اغزن سيم د سړک منځ ته وړاندې کاوه.
حکمت وايي، نن سهار يې يو ځل بيا له هغوى وغوښتل چې اغزن سيم له مخې لرې کړي تر څو د دوى موټرې تېرې شي، خو د سکتوري رييس ساتونکو ورسره لفظي شخړه وکړه.
نوموړى وايي: ((دغه ساتونکي لږ وروسته راپسې لېسې ته راننوتل، مرمۍ يې راته تېره کړه، خو موږ ترې ټوپک واخيست.))
د مدير په خبره، ساتونکو يې د ښوونځي په منځ کې ټولو استادانو او شاګردانو ته هم بد رد وويل او ګڼ ګواښونه يې هم ورته وکړل.
د يادې لېسې زده کوونکى امين الحق پژواک اژانس ته وويل، چې د سکتوري رييس د ساتونکو له لوري پخوا هم وهل شوي دي.
د ده په خبره، څو ورځې وړاندې دى د ښوونځي په دروازه کې د تلاشۍ په موخه ولاړ و، چې ګاردانو يې ورته لومړۍ وکنځل او بيا يې پرې ګوزارونه وکړل.
نوموړي زياته کړه: ((ما مدير صېب ته وويل خو ده ويل خېر دى خبره مو پرېښوه، خو دا دى نن يې په مدير پسې ټوپک راوړى و.))
د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينوارى ياد عمل غندي او وايي چې هېڅوک حق نه لري، چې له وسلې سره يوځاى د معارف ساحې ته ننوځي.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((دا ډول عملونه که په هر ځاى کې وي، دوى يې کلک مخالف دي.
شينواري پر ولايتي ادارې هم غږ کوي، چې د معارف تر شا دې ودرېږي او هغه څوک چې خنډونه راولاړوي بايد مخه يې ونيول شي.
د ننګرهار ولايت سکتوري رييس احمدشاه سعادات پژواک ته د يادې موضوع په اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
نوموړي وويل: ((زه به له والي صېب سره مشوره وکړم.))
بلخوا د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال هم وايي، هېڅوک حق نه لري چې د معارف ساحې ته دې له وسلې سره ننوځي او هغوى ته دې د وژلو ګواښ وکړي.
د يادونې ده، هغه ټوپک چې د اصلاح لېسې مدير د وژلو په خاطر په کې مرمۍ تېره شوې وه، د لومړۍ ناحيي امنيتي مسوولينو ته وسپارل شو.