Language

هلمند کې ٤٥٠٠ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

لښكرګاه (پژواك ٢۳ غويى۹۲): د هلمند په مركز لښګرګاه او نهو ولسواليو كې د حرفوي زده كړو له بېلابېلو برخو څخه ۴۵۰۰ تنه فارغ او د اړوند برخو وسايل پرې ووېشل شول.

د هلمند والي جنرال محمدنعيم وايي، چې د حرفوي زده کړو دغه پروګرم يې په مرکز او نهو ولسواليو کې پلى کړى دى.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، د حرفوي زده کړو پروګرام ته به پراختيا ورکوي، ځکه دغه پروګرام له يو لوري بېکاري له منځه وړي او له بل لوري د امنيت په پياوړتيا کې اغېزمن تماميږي.

والي زياته كړه، چې د حرفوي زده كړو په پروګرامونو كې د نالوستو كسانو ترڅنګ د دوولسمو ټولګيو فارغان هم شامل دي.

نوموړي وويل، د دغه پروګرام لګښت د انګلستان هېواد له لوري وركول كېږي، چې ده يې له مرستو مننه وکړه.

د پروګرام مسوول انجينر محمداشرف وويل، د هلمند په مرکز لښكرګاه او نورو ولسواليو كې د حرفوي زده كړو ١٦ مركزونه شته، چې پنځه يې د ښځو او پاتې نور د نارينه وو دي.

د ده په خبره، په لښکر ګاه کې يې ٢٠٠٠ زده کوونکو ته روزنه ورکړې، چې ٧٠٠ يې مېرمنې دي.

په دغو مرکزونو کې ١٣٠٠ نجونې په ګرشک او نادعلي، ١٢٠٠ نارينه په نوزاد، موسى کلا، سنيګن، ګرشک، نادعلي، خانشين، ګرمسېر، ناوه او مارجې ولسواليو کې روزل شوي دي.

يادو زده کوونکو ته د انګليسي ژبې، کمپپوټر، خياطۍ او برېښنا په برخو کې زده کړې ورکول شوې دي.

د هلمند د کار او ټولنيزو چارو رييس محمدنادر نوزادوال وايي، چې له حرفوي زده کړو فارغ شوو ډېرى کسانو ته يې د کار زمينه هم برابره کړې ده.

 د کمپوټر د زده کړې يوه فارغه ريحانه وايي، چې د دغو زده کړو په برکت به د کار زمينه ورته برابره شي او د خپلې بېوزلې کورنۍ لپاره به يو څه ترلاسه کړي.

Related Topics