هرات (پژواک ٢٣ غويى ٩٢): د هرات چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يوې نجلۍ له دې امله ځان وژنه کړې، چې د دې د خوښې خلاف چا ته کوژده شوې وه.
د امينه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د غويي په ٢٣مه پژواک اژانس ته وويل، دغې نجلۍ نن د مسلخ د کډوالو په کمپ کې د ټوپک په وسيله ځان وژلى دى.
هغه زياتوي، چې ياده نجلۍ د دې خوښې ته په نه پاملرنه چا ته کوژده شوې وه او په دې نږدې ورځو کې يې د واده لپاره تيارى نيول کېده.
د نوموړي په وينا، د دې پېښې په اړه يې د نجلۍ له پلار او ورور څخه پلټنې پيل کړې دي.
په هرات کې د بشري حقونو د سيمه ييز دفتر مشر عبدالقادر رحيمي د پېښې په اړه نا خبري ښيي او زياتوي، چې په دې اړه به پلټنه وکړي.
نوموړى وايي، په تېرو کې هم ورته پېښې رامنځته شوې، خو وروسته څېړنو ښودلې ، چې په دې ډول وژنو کې د کورنيو لاس وي .
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات په ښار کې تېره ورځ يوه نجلۍ تر واده مخکې د خپل کوژدن له لوري وژل شوې وه.