هرات ښار (پژواک، ٢٣ غويى ٩٢): د هرات په صنعتي ښارګوټي کې څلورو کرنيزو او د مالدارۍ فابريکو فعاليت پيل کړ.
د هرات والي ډاکټر داوودشاه صبا د دغو شرکتونو په پرانيست غونډه کې وويل، چې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د “نور” په نوم سوداګريز ګروپ د دوه ميليونو امريکايي ډالرو په پانګونې د کرنيزو تخمونو د اصلاح فابريکې په کار پيل وکړ.
ده زياته کړه، دا فابريکه، چې د ورځې د ٢٥ ټنو تخمونو د پروسس وړتيا لري، ٦٠ تنو ته په کې د کار زمينه برابره شوه.
ده زياته کړه، دغه راز د څلورو ميليونو ډالرو په پانګونې د مالدارۍ د پرمختګ ټولنې د لبنياتو يوه فابريکه هم فعاله شوه، چې هره ورځ له ١٥ تر شل ټنه لبنيات توليدولى شي.
د هغه په وينا، د “کامل” په نوم د لبنياتو يوې بلې فابريکې هم د پنځه سوه زره ډالرو په پانګونې په کار پيل وکړ.
د دې فابريکې يوه کارکوونکي عبدالغني پژواک اژانس ته وويل، چې د ورځې تر ١٥ټنه زيات لبنيات بازار ته وړاندې کوي.
د هرات والي وايي، څلورمه فابريکه د “شرکت خوراکه دام طيور تيز بال هرات” په نوم ده، چې د يونيم ميليون ډالرو په لګښت يې کار پيل کړ.
د ده په خبره، دا فابريکه په يوه ساعت کې د چرګانواو نورو مرغانو لپاره د ورځې د پنځه ټنه دانز د پروسس وړتيا لري، چې په مستقيم سلو تنو ته په کې د کار زمينه برابره شوه.
د هرات والي څرګنده کړه، چې ګڼو کورنيو او بهرنيو پانګوالو ورته په هرات کې د پانګونې وړانديزونه کړي، چې له دې ډلې تېر کال سل ميليونه امريکايي ډالره پانګونه شوې ده.
ده هيله وښوده چې سږکال به هم همدومره پانګونه وشي.
د ولسمشر سلاکار محمديوسف پښتون، هرات کې د صنعتي ښارګوټي له پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړه او له هېوادوالو يې وغوښتل، چې له کورني صنعت څخه ګټه واخلي.
د هرات د صنعتګرو د ټولنې رييس عبدالله خادم د هرات صنعت د پرمختګ په حال کې وباله.
خو نوموړي په دې برخه کې له ګاونډيو هېوادونو د ورته سوداګري توکو د نه مخنيوي او په ګمرکونو کې پر واردوونکو خامو صنعتي توکو د لوړې ماليې له ستونزو سر وټکاوه.
د هرات د والي د وياند د معلوماتو له مخې، اوسمهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې دوه سوه فابريکې فعاليت کوي.