Language

کابل (پژواک٢٤غويى٩٢): د جرمني کامرس بانک د افغانستان بانکونو ته ويلي، چې که غواړي ډالري حسابونه يې د دې بانک له لارې ولېږدول شي، نو له يوه امريکايي بانک سره  دې ځان وتړي.

دې بانک خبردارى ورکړى، چې که تر دوو مياشتو افغان بانکونه دا کار ونکړي، نو ډالري حسابونه به يې ونه لېږدوي.

دا څرګندونې د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري پژواک خبري اژانس ته وکړې او ويې ويل ، چې د جرمني ياد شوي بانک دغه غوښتنه شاوخوا يوه مياشت وړاندې د افغانستان د هغو بانکونو له مشرانو ‌ په دوبۍ کې په يوه ناسته کې کړې ده، چې له دې بانک سره حساب لري.

دلاوري د کوم بانک نوم ياد نه کړ ، خو ويې ويل، چې د افغانستان له ٧ بانکونو څخه درېيو يې دا کار کړى دى .

دى وايي چې د ځېنو بانکونو مشرانو تېره ورځ له ده سره په يوه ناسته کې ويلي چې دوى د خپلو حسابونو د لېږدولو لپاره له يو شمېر نورو معتبرو بانکونو سره بانکي اړيکې جوړې کړي دي.

دلاوري وايي چې جرمنى کامرس بانک په اروپا کې له معتبرو بانکونو دى او دا کار يې له دې ويرې کړى چې د د برتانوي چارتر بانک په څېر دامريکا لخوا جريمه نشي.

دده په وينا امريکا له دې امله چارتر بانک څو سوه ميليونه جريمه کړ ، چې پر ايران د امريکا لخوا لګېدلي بنديزونو ته يې پام نه و کړى.

د دلاوري په خبره ښايي کامرس بانک هم له افغاني بانکونو ويره ولري ، چې ورته کوم تاوان ونه رسوي،خو زياتوي چې د افغانستان بانکونه هغه ستونزه نه لري ، چې له امله يې چارتر بانک جريمه شوى و.

ده زياته کړه:”موږ خپل راپورونه د پيسو نړيوال صندوق او ملګرو ملتونو ته ورکړي دي، د پيسو د وينځلو، د ترهګرۍ د تمويل او قاچاق پروړاندې د مبارزې په برخه کې زموږ قوانين په نړيوال معيار دي، نو موږ کوم موجه دليل نه وينو چې ستندر چارتر بانک په څېر ورته خطرونه موجود وي.” 

دی وايي افغان بانکونه د خپلو مشتريانو د حسابونو د لېږد رالېږد لپاره اړ دي ، چې له نړيوالو بانکونو سره تعامل ولري.

 خو هغه وايي که پاتې څلورو افغان بانکونو د کامرس بانک پرځاى کوم بل بانک سره تعامل کړى وي، نو کولى شي د هغوى له لارې د خپلو مشتريانو پيسې ولېږدوي.

دلاوري زياتوي چې د نړيوالو اصولو له مخې ټول ډالري بانکي حسابونه بايد د نيويارک له لارې تصفيه او اجرا شي.

دده د معلوماتو له مخې، کامرس بانک د جرمني له لويو بانکونو شمېرل کېږي چې پخپله هم له امريکايي بانکونو سره تړلى دى او ددې بانک له لارې چې هر ډالري حساب لېږدول کېږي، راپور يې امريکايي بانک ته ورکوي.