Language

د کامدېش په جګړه کې ٢ پوليس او ٤ طالبان وژل شوي

اسعد اباد ( پژواک ٢٤ غويى ٩٢ ) : د نورستان چارواکي وايي، چې له غرمې راهيسې په کامدېش ولسوالۍ کې سخته جګړه پيل شوې ، چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نورستان د والي وياند ظاهر بهاند د غويي په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن غرمه مهال وسله والو طالبانو د کامدېش ولسوالۍ پر بېلا بېلو پوستو بريدونه پيل کړي دي.

هغه زياته کړه ، چې تر مازيګره پورې په دې جګړه کې دوه پوليس او څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

بهاند وايي ، چې وسله والو طالبانو د کامدېش  او د نورستان د مرکز پارون لارې هم بندې کړي، چې له امله يې خلکو ته ستونزې پيدا شوې دي.

نوموړي وويل ، چې افغان  ځواکونه د هوايي ځواک مرستې ته اړتيا لري ، خو تر اوسه ورسره په دې برخه کې مرسته نه ده شوې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده ، چې تېره اونۍ په بر ګمټال کې هم د نښتې پر مهال دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Related Topics