Language

کابل (پژواک ٢٤ غويى ٩٢): ځايي چارواکي وايي، چې د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په مېله کې د شوې چاودنې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي او د دوو پوليسو په ګډون لس تنه نور ټپيان دي.

د ګرمسېر ولسوال  ايوب عمر  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن (د غويي ٢٤مه) سهار اته نيمې بجې د ګرمسېر ولسوالۍ د صفا سيمې په يوه مېله کې وشوه.

هغه زياته کړه، چې په دې سيمه کې د هرې سې شنبې په ورځ د څارويو او نورو توکو د خرڅلاو مېله جوړيږي .

ولسوال وايي، چې دې چاودنې ګڼو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې، خو دمګړۍ يې د کره شمېرې په اړه معلومات نه لري.

د نوموړي په وينا، د مېلې سيمه د ولسوالۍ له مرکز څخه ٧٠ کيلومتره لرې  ده، نو ځکه دوى د معلوماتو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي.

خو د هلمند د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتک پژواک اژانس ته وويل، په دې چاودنه کې  چې د يوه موټرسايکل په وسيله شوې، درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه راز په چاودنه کې اته ملکي وګړي او دوه سيمه ييز پوليس هم ټپي شوي چې د درملنې په موخه نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics