Language

شنونکي : د نواز شريف او طالبانو له نږدې کېدو سره افغانستان ته ستونزې جوړېداى شي

کابل (پژواک٢٤غويى٩٢):  د سياسي چارو ځينې پوهان وايي، چې د نواز شريف په مشرۍ د مسلم ليګ ګوند له پاکستاني طالبانو سره پخوانۍ نږدې اړيکې لري او که سره سوله وکړي، نو پاکستاني طالبان به خپل ټول پام افغانستان کې جګړې ته واړوي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د پاکستان پارلماني ټاکنې د غويي په ٢١مه تر سره شوې او د نوازشريف په مشرۍ د مسلم ليګ ګوند تر ټولو ډېرې څوکې تر لاسه کړې .

په کابل کې د محمود طرزي بنسټ د پاکستان د ټاکنو په پايله کې د نواز شريف په مشرۍ د نوي رامنځته کېدونکي حکومت په اړه ، چې له افغانستان سره به کوم سياست وپالي، د بحث لپاره ځينې کارپوهان وربللي وو.

سياسي کارپوه جاوېد کوهستانى وايي، چې مسلم ليګ د پاکستان بنسټګر ګوند دى، چې له پوځ ،استخباراتو او طالبانو سره فکري همغږي لري او دا کار به ددې سبب شي ، چې پوځ او استخبارات يې په خلاص مټ افغانستان کې لاسوهنو ته دوام ورکړي.

کوهستاني زياته کړه:”د پاکستان د خلکو ګوند لږ تر لږه په افغانستان او سيمه کې د خپلو استخباراتو د ښکاره لاسوهنې مخالفت کاوه، فکر کوم چې مسلم ليګ پر دې لاسوهنو پرده اچوي او د لاسوهنې بهير نور هم چټک کوي.”

تر يادو  ټاکنو د پاکستان د خلکو ګوند ( PPP) په واک کې و.

د کوهستاني په وينا، که څه هم د مسلم ليګ ګوند برياليتوب به د افغانستان په اړه د پاکستان د حکومت او پوځ سياست يو کړي، خو د افغان دولت لپاره د اندېښنې وړ نه ده.

دى وايي، دا کار ځکه د اندېښنې وړ نه دى ، چې اوس له نړۍ سره د افغانستان اړيکې پراخه شوي ، د خلکو سياسي پوهه يې هم لوړه شوې ده او پاکستان اړ دى، چې دې ټکو ته پام سره د افغانستان په اړه پر خپلو سياستونو له سره غور وکړي.

ده زياته کړه:”خوشبختانه داسې لاسته راوړنې شته ، چې موږ د افغانستان راتلونکي ته هيله من کوي، پاکستان اړ دى په هره بيه چې کېږي خپل سلوک بدل کړي، کنه پاکستان به نور هم منزوي شي. اوس پاکستان تر افغانستان ډېر له ترهګرۍ او بنسټ پالنې سره مخ دى.”

خو کوهستاني دا هم وايي ، چې  مسلم ليګ ګوند له طالبانو سره د ګډ دريځ درلودو له امله کولى شي د افغانستان په سوله کې مثبت رول ولوبوي.

بل سياسي کارپوه غلام جيلاني ځواک وايي، باور يې دا دى چې پاکستان به د افغانستان د اوسني حکومت تر پايه ، چې له يوه کال څخه کمه موده يې پاتې ده، خپل روان سياست جاري وساتي.

دده په باور، پاکستان  د افغانستان د راتلونکي کال د ټاکنو پايلو ته انتظار کوي ، چې څوک واک ته راځي، تر څو يې له مخې پر خپلو سياستونو غور وکړي.

ځواک وايي ، چې که نوازشريف د خپل ټاکنيز کمپاين د شعار له مخې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې څنګ ته کړي او له پاکستاني طالبانو سره سوله وکړي، نو دا به په افغانستان کې جګړه تونده کړي.

دده په خبره ، پاکستاني طالبانو څه موده وړاندې ويلي و ، چې که نوازشريف ددوى ضمانت وکړي، نو د پاکستان له پوځ سره د سولې خبرو ته تيار دي. “دا ښيي چې نوازشريف له طالبانو سره نږدې اړيکې لري.”

خو ځواک وايي ، چې د پاکستان د اوسني او پخواني حکومت ترمنځ کوم توپير ځکه نشته ، چې پخوا هم د افغانستان په اړه ددوى سياست د پوځ او استخباراتو په لاس کې وو.

Related Topics