Language

مارجه کې چاودنې درې ملکي وګړي وژلي

لښکرګاه (پژواک ٢٤ غويى ٩٢): په هلمند ولايت کې د يوې بلې چاودنې له امله هم درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دغه ولايت  د امنيه قوماندانۍ د همغږ ۍ مرستيال سمونوال محمداسماعيل هوتک د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ماين چاودنه نن سهار اوه بجې په مارجې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه  ز ياته کړه، چې د مارجې د سيستاني په سيمه کې د ملکي وګړو پر مو‌ټر شوې چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او يو بل ټپي دى.

هوتک وايي، چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له خوا اېښودل شوى و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې له پرون راهيسې په هلمند کې دا درېيمه خونړۍ پېښه وه.

تېر مازيګر په موسى کلا ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر يوه پوځي مرکز ډله ييز بريد وشو او وروسته ايساف په دې پېښه کې د خپلو درېيو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.

ځايي چارواکي وايي، چې په دې پېښه کې يو ملکي وګړى هم وژل شوى دى.

دغه راز نن سهار د ګرمسېر ولسوالۍ په يوه مېله کې د چاودنې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي او د دوو پوليسو په ګډون په کې ٨ نور ټپيان دي.

Related Topics