Language

تګاب کې د سيمه ييزو پوليسو يو ډلمشر ووژل شو

محمودراقي (پژواک ٢٥ غويى ٩٢): د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې د سيمه ييزو پوليسو يو ډلمشر وژل شوى او پنځه پوليس ټپيان شوي دي.

دغه څرګندونې د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال خواجه فقيراحمد صديقي پژواک خبري اژانس ته وکړې.

 هغه وويل، چې په تګاب کې د سيمه ييزو پوليسو ياد ډلمشر قنداغا نن سهار له يو شمېر سيمه پوليسو سره له تګاب څخه د ولايت مرکز ته پر لاره و، چې د جويبار په سيمه کې د وسله والو مخالفينو له کمين سره مخ شو.

د کاپيسا د والي وياند قيس قادري هم په دغه بريد کې د قندا غا وژل او د هغه د پنځو کسانو ټپي کېدل تاييد کړل او ويې ويل، چې ټپيان په تګاب کې د ملي اردو اډې ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.

ده د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله .

 فقيراحمد صديقي دا هم وويل، چې تېره شپه پوليسو د تګاب په سوېلي سيمو کې د عملياتو پر مهال يو وسله وال طالب نيولى او يو يې وژلى دى.

د دولت وسله والو مخالفينو د يادو دواړو پېښو په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي.

Related Topics