Language

غزني ښار (پژواک ۲۵ غويى ۹۲): د غزني خبريالان وايي، چې د ولايتي چارواکو له لوري د معلوماتو نه ورکول يې پر وړاندې لويه ستونزه ده.

دغه څرګندونې هغوى، نن په غزني ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې، چې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه، په ډاګه کړې.

د مې درېيمه چې د غويي له ١٣مې سره سمون لري، د هېواد په مرکز او ولاياتو کې د مطبوعاتي د ازادۍ نړيواله ورځ ونمانځل شوه.

په غزني کې د خبريالانو ټولنې مشر او د بي بي سې راډيو خبريال اسدالله جلالزي وويل، که څه هم په تېرو لسو کلونو کې په هېواد کې رسنيو زيات پرمختګ کړی، خو بيا هم په غزني کې خبريالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ده زياته کړه: “په غزني کې د خبريالانو په وړاندې مهمه ستونزه د چارواکو له لوري د معلوماتو نه ورکول او له يوه او بل لوري د خبريالانو ګواښل دي.”

نوموړي له دولتي چارواکو غوښتنه وکړه، چې د خبريالانو ستونزو ته د پاى ټکى کېږدي او له دوی سره دې د معلوماتو په شريکولو کې مرسته وکړي.

په غزني کې د اريانا راډيو تلويزيون خبريال محمدالله مومندزاده هم وايي، چې خبريالان په هېچا پورې نه دي تړلي او نه هم له کوم اړخ سره کار کوي؛ نو دولتي چارواکي بايد په خپل وخت دوى ته معلومات په واک کې ورکړي.

د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي، په دې ولايت کې د خبريالانو په وړاندې شته ستونزې مني او وايي: “رښتيا هم چې د غزني خبريالان ستونزې لري، څوک ورته په خپل وخت معلومات نه ورکوي او بايد دا ستونزه له منځه يوړل شي.”

هغه په ياده غونډه کې ژمنه وکړه، چې د خبريالانو ستونزو د هوارولو په موخه به له نورو ولايتي چارواکو سره خبرې وکړي.

د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع هم وويل، چې د غزني خبريالان ستونزې لري او دولتي چارواکي بايد دې ستونزو ته ډېر ژر د پاى ټکى کېږدي.

د ده په وينا: “دا رسنۍ وې چې په غزني کې يې زورواکي او د ځمکو غاصبين رسوا او خلکو ته يې وروپېژندل.”

هغه وايي، د غزني ولايتي شورا تل په غزني کې له خبريالانو سره ولاړه ده او هېچاته به اجازه ورنه کړي، څو د دوی په وړاندې ستونزې راپيدا کړي.

Related Topics