Language

د هلمند برېښنا د عوايدو راټولولو ته بلينګ سيستم جوړ شوى

لښكرګاه (پژواك ۲۵ غوايى ۹۲): د هلمند د برېښنا رياست چارواكې وايي، د خپلو عوايدو راټولولو پخوانى سيستم يې كمپيوټري يا بلينګ سيستم ته اړولى دى.

د دغه ولايت د برېښنا رييس انجنير فيض الله د غويي په ۲۵مه په يوه خبري ناسته کې وويل، د بلينګ په نوم يې په دغه رياست كې نوې څانګه پرانيسته، چې ټولې چارې به يې د كمپيوټر په مرسته ترسره كېږي.

د نوموړي په وينا، د برېښنا د عوايدو راټولولو پخوانى سيستم ځكه نه وو سم؛ چې له يوې خوا به پيسې پر وخت نه راټولېدې او بلخوا به خلكو د دوى په چارو كې لاسوهنه كوله او زيان به يې عوايدو ته رسېده.

انجنير فيض الله زياته كړه، چې بلينګ سيستم د بلونو په وېشلو کې اساني رامنځته کوي او د وخت د ضايع کېدو مخه نيسي.

د برېښنا رييس له دولتي مسوولينو او مشتريانو غوښتنه كوي، چې د برېښنا په استعمال كې له انصاف څخه كار واخلي تر څو د برېښنا د ډېر لګښت مخه ونيول شي او ټولو ښاريانو ته ورسېږي.

 د ده په وينا، ډېرى دولتي ادارې د پيسو په ورکړه کې ځنډ راولي، چې له همدې امله يې ځينې دولتي ادارې ٩٦ ميليونه افغانۍ پوروړې دي.

د عوايدو د راټولېدو په پخواني سيستم کې مصرفوونکو پر خپل لاس پيسې لېږدولې، چې د برېښنا د لګښت انداز به نه معلومېده او دغه راز د مصرفوونکو او مامورينو ترمنځ يې پټ جوړجاړي ته لاره هواروله.

د هلمند مرستيال والي مسعود بختور پژواک اژانس ته وويل، دولتي ادارو ته به سپارښتنه وكړي، چې د برېښنا د پيسو په وركړه كې ځنډ ونه كړي او پر خپل وخت پيسې تحويل كړي.

هغه د برېښنا له ټولو پېرودونکو غوښتنه کوي، چې پر خپل وخت پيسې ورکړي او د برېښنا په لګښت کې اصراف ونه کړي.

د ښار ځيني اوسېدونکي بيا وايي، چې د بلينګ سيستم هم د اداري فساد مخه نه شي نيولى.

د لښکرګاه اوسېدونکى اخترمحمد بيا وايي، چې د برېښنا د وېش او عوايدو را ټولولو چارې دې خصوصي شي؛ ځکه دولتي اداره په فساد ککړه ده او مخنيوى يې سخت کار دى.

د هلمند د برېښنا رياست د عوايدو راټولولو لپاره په داسې مهال بلينګ سيستم وړاندې کوي، چې اوس هم د هلمند په شمالي ولسواليو کې عوايد وسله وال طالبان ټولوي او کلنۍ اندازه يې شاوخوا ٦٠٠ ميليونه افغانيو ته رسېږي.

Related Topics