مزارشريف (پژواک ٢٥ غويى ٩٢): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د زرګونو کتابونو د نندارې له پرانيستې سره د کتاب او لوستنې اونۍ پيل شوه.
د دغه ولايت د اطلاعات او فرهنګ رييس صالح محمدخليق د غويي په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته د کتابونو د نندارتون د پرانيستې په ترڅ کې وويل، چې له نن څخه تر راتلونکو اوو ورځو به په مزارشريف ښار کې د کتاب او لوستنې اونۍ وي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه اونۍ يې نن د زرګونو بېلابېلو کتابونو له نندارې څخه پيل کړه، چې په اوږدو کې به يې نور رسنيزو پروګرامونه هم ولري.
د هغه په وينا، د کتابونو د نندارې په جوړېدو کې ورسره د مزارشريف ښار لسګونو کتاب پلورنځيو او خپرندويو ټولنو مرسته کړې ده.
خليق وويل، چې دمګړۍ يې لس زره کتابونه نندارې ته وړاندې کړي؛ خو دی هيله من دی، چې د اونۍ په اوږدو کې به د کتابونو شمېر نور پسې زيات شي.
نوموړي زياته کړه، چې په هېواد کې د کتاب او لوستنې له اونۍ څخه يې موخه په افغان ټولنه کې د کتاب د پېرلو او د لوستنې د دود عامول دي، چې له تېرو څو کلونو د اطلاعات او فرهنګ وزارت له خوا جوړېږي.
خليق د بلخ ولايت له ټولو ښوونيزو ادارو او اوسېدونکو څخه هيله وکړه، چې روانه اونۍ د کتاب او لوستنې د ارزښت په موخه ياد نندارتون ته راشي.
د بلخ پوهنتون د ادبياتو پوهنځی محصل شکرالله چې نندارې اېښودل شوي کتابونو ننداره يې کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې دغه اونۍ خلکو ته د کتاب او لوستنې ارزښت ور په يادوي.
نوموړي زياته کړه، تابيا لري، چې نن يو څه کتابونه د لوستنې په موخه وپېري.
د هغه په وينا، هر کس چې د پوهې له ترلاسه کولو سره سروکار لري، بايد له کتاب او لوستنې لرې پاتې نه شي.
د اطلاعات او فرهنګ ريس خليق وويل، چې په دې وروستيو کې په مزارشريف کې د کتاب او لوستنې دود په عامېدو دى او د ورته نندارتونو له لارې به دغه دود لا پسې غښتلی شي.