Language

د شپږو وسله والو طالبانو  د وژلو ادعا وشوه

کابل ، اسعداباد ( پژواک ٢٨ غويى ٩٢ ) : د ميدان وردګو او کونړ ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان  دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي دغويي په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددې ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو او پېښو په ترڅ کې ديوه قوماندان په ګډون درې وسله وال وژل شوي، درې نور ټپيان دي او درې يې ژوندي نيول شوي دي.

هغه زياته کړه ، چې دا پېښې د سيد اباد په هفت اسياب، د نرخ ولسوالۍ په چغره ،  دايميرداد  ولسوالۍ  او دسيد اباد ولسوالۍ په ملي خېلو سيمو کې رامنځته شوې دي.

د يوه بل خبر له مخې، په کونړ ولايت کې هم ديوې نښتې په ترڅ کې وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو د دويمې پلې لوا د عامه اړيکو مسوول جګړن شيرين اغا يوسفزي پژواک ته وويل، چې تېر ماښام دناړۍ ولسوالۍ په جنګل ګوشه سيمه کې وسله والو مخالفينو د ملي پوځ پر يوې پوستې بريد کړى و.

هغه زياته کړه ، چې په ځوابي بريد کې يو وسله وال مخالف  ووژل شو او درې نور يې ټپيان شوي ، دغه راز په وټه پور ولسوالۍ کې هم ديوې نښتې په ترڅ کې دوه وسله وال وژل شوي او دوه نور يې ټپيان دي.

وسلوالو طالبانو تراوسه ديادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.