هرات (پژواک ٢٨ غويى ٩٢): د ولسمشر د فرمان له مخې، په هرات کې هغه دوه تښتوونکي اعدام شول، چې د يو سوداګر اته کلن زوى يې تر تښتونې وروسته وژلى و.
د دغه وژل شوي ماشوم علي سينا پلار نصير نوروزي، چې مېرمن يې هم ترڅنګ ورسره ولاړه وه، د هرات د محبس له مخې خبريالانو ته وويل، خوښ دى، چې د ولسمشر کرزي د غوښتنې له مخې يې د زوى وژونکي اعدام شول.
دى وايي، که مجرمينو ته سزا ورکړل شي، د تښتونو، غلاوو او وژنو مخه به ونيول شي.
جليل احمد او عبدالسميع، چې د ٣٠ او ٣٥ کلونو ترمنځ عمرونه يې لرل، نن لس بجې د هرات په محبس کې د ولسمشر کرزي د هغه فرمان له مخې اعدام شول، چې څو مياشتې مخکې يې د يوه سوداګر زوى تر تښتونې وروسته وژلى و.
له دغو کسانو سره مل دوه مېرمنې او څلور نارينه له ٦ تر ٢٠ کلونو پر تنفيذي بند محکوم شول.
د مدني ټولنې او بشري حقونو فعاله ګلثوم صديقي د يادو مجرمنيو اعدام ښه پيل وباله او زياته يې کړه، چې د قانون په پلي کېدو سره به د خلکو سر او مال خوندي شي، د تښتونو او نورو جرمونو په کچه کې به کموالى راشي.
د دې په وينا، دې ته ورته نور مجرمين هم شته، چې بايد سزا ورکړل شي.
دغه راز د هرات والي داوود شاه صبا پژواک اژانس ته وويل، د سلو نورو مجرمينو د اعدام حکم هم راغلى او په دې ډله کې هغه کس هم شامل دى، چې تېر کال په هرات ښار کې د يوې چاودنې په تور نيول شوى وو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن