هرات ( پژواک ٢٨ غويى ٩٢) : د لرغونو ابدو دساتنې نړيوالې ورځې په وياړ هرات کې د علي شير نوايي د زيارت نوې ودانۍ په داسى حال کې پرانيستل شوه، چى اوس هم په دې ولايت کې ٧٠ ابدې بېړنۍ پاملرنې او رغونې ته اړتيا لري .
د هرات والي ډاکټر داووشاه سبا د هرات د لرغونو ابدو وضعيت د اندېښنې وړ بولي، خو زياتوي ،چې د علي شيرنوايي د زيارت په څېر به د نورو ابدو ساتنې او رغونې ته هم پاملرنه وکړي .
هغه د غويي په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل ،د علي شير نوايي د زيارت نوې ودانۍ، چې نن پرانيستل شوه ، اته کاله مخکې د څو تنو ازبک لرغونپوهانو له لوري په دې پلمه ونړول شوه،چې له سره يې ورغوي،خو دولت ځکه اجازه ورنه کړه،چې د معمارۍ ډيزاين يې د تيموري دورې د سبک خلاف و.
علي شير نوايي د ٨٤١ او ٩٠٦ کلونو تر منځ د تيموري دورې امپراتور سلطان حسين بايقرا د دربار شاعر و.
د هرات د لرغونو ابدو د ساتنې رييس ايام الدين اجمل وايي،چې د علي شير نوايي د زيارت په ګنبده درې ميليونه افغانۍ لګښت راغلى ، چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت ورکړى دى.
نوموړى زياتوي ،چې په هرات کې شاوخوا ٤٥٠ لرغونې ابدې شته ،چې ٧٠ ابدې بېړنۍ پاملرنې او رغونې ته اړتيا لري .
د هرات اوسيدونکى سيد عبيدالله وايي ،چې د هرات ډيرى لرغونې ابدې بېړنۍ پاملرنې ته اړتيا لري او بايد په سمه او اساسي توګه ورغول شي.
هغه د امير علي شيرنوايي د زيارت ودانۍ جوړول يو نيک ګام وباله او زياته يې کړه،چې د لرغونو ابدو له رغونې سره به هرات ته د ګرځندويانو او ليدونکو راتګ زيات شي.
د مۍ ١٨مه د لرغونو ابدو دساتنې نړيواله ورځ هرکال په ټوله نړى کې نمانځل کيږي .