Language

د نورستان مشران: له کابله ورغلى پلاوى دې د والي پرځاى له ولسونو سره وګوري

جلال اباد (پژواک ٢٨ غويى ٩٢): د نورستان د ولايتي شورا او کليوالي شورا ځينو غړو له مرکزي ادارې غوښتي، چې له کابله ورغلي پلاوي ته لارښوونه وکړي، چې د والي پرځاى له ولسونو سره وګوري.

 دوى نن (د غويي ٢٨مه) د يوې غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ له مرکزه نورستان ته د کورنيو چارو او ماليې وزارتونو ګډ پلاوى د دې ولايت د ستونزو د څېړنې په موخه ورغلى، خو د دې پرځاى چې له ولسونو سره وګوري، والي تميم نورستاني له ځان سره په ولايت کې ساتلي او بهر يې وتلو ته نه پرېږدي.

 د نورستان د مرکزي شورا مشر قاضي موسى راشدي پژواک اژانس ته وويل، چې د نورستان په ولايت کې ګڼې ستونزې موجودې دي؛ د بيارغونې کارونه نه دي شوي او فساد په پراخه کچه دوام لري، خو د هواري لپاره يې چې له مرکزه کوم پلاوى ورغلى، د ولايت له مقامه نه راوځي.

 ده زياته کړه: ((په کار ده چې له ولسونو سره دغه پلاوى وګوري، نه دا چې دننه والي سره ناست وي.))

 د راشدي په خبره، په نورستان کې ستونزه والي رامنځ ته کړې او هغه ستونزې، چې په ولايتي ادارې کې موجودې دي، هغه دننه په ولايت کې نه هوارېږي.

 د واما ولسوالۍ د کليوالي شورا رييس احسان عمري پژواک ته وويل، مرکزي اداره دې خپل پلاوي ته لارښوونه وکړي، چې په ولسواليو کې دې له اوسېدونکو سره وګوري.

 ده وويل، که چېرې پلاوى ولسواليو ته نه شي تلى، نو دوى کولى شي په خپله ولايت ته ورشي.

 دى زياتوي: ((موږ په خپله ولايت ته ورځو او ستونزه حلوو، خو والي نه غواړي چې پلاوى له خلکو سره وګوري.))

 د نورستان د ولايتي شورا مرستيال مولوي امان الله عنايت الرحمان، پژواک ته دا ومنله چې له مرکزه ياد ولايت ته پلاوى ورغلى، خو والي يې د دې لپاره د سيمې له اوسېدونکو سره نه مخ کوي، چې ستونزې يې ورته په ډاګه نه کړي.

 دى وايي: ((هغه کسان چې مشکلات ورته معلوم دي، هغه بېخي ولايت مقام ته نه پرېږدي.))

 د ولايتي شورا مرستيال وايي، په نږدې ورځو کې له مرکزه يو بل پلاوى هم ولايت مقام ته راځي، خو په کار ده چې له ولسونو او ولايتي شورا له استازو سره هم وګوري.

 ده وويل: ((که په کونړ کې فساد ورکوي او د ستونزو جرړه راوباسي، بايد له خلکو سره وګوري.))

 پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د نورستان د والي تميم نورستاني نظر هم واخلي، خو له پرله پسې اړيکو سره سره، هم ونه توانېد چې د هغه نظر له ځان سره ولري.

 

Related Topics