لښكرګا(پژواك ۲۸ غويى ۹۲): چارواكي وايي، د هلمند په سنګين ولسوالۍ كې دوو بېلابېلو چاودنو يوه مېرمن او شپږ پوليس وژلي دي.
د دغه ولايت د والي وياند عمرځواك د غويي په ۲۸مه پژواك اژانس ته وويل، تېره ورځ ناوخته د سنګين ولسوالۍ پوليس لښكرګاه ته پر لاره وو، چې د سړک غاړې ماين پرې وچاودېد.
نوموړى زياتوي، چې دغه پېښه پرون مازيګر شپږ بجې د ګرشك په حيدراباد سيمه كې رامنځته شوې، چې په کې شپږ پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
ځواك زياته کړه، چې ټپيان په سيمه ييز روغتون کې تر درملنې لاندې دي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه لرل.
بلخوا پرون غرمه په سنګين کې د طالبانو له لوري د خښ شوي ماين چاودنې يوه مېرمن هم وژلې ده.
د ځواک په وينا، ډېرى وخت د دولت وسله وال مخالفين ماينونه په داسې ځايونو كې ځاى پر ځاى كوي، چې ولسي وګړو ته په کې زيان اوړي.
وسله والو طالبانو د دغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو قاري يوسف احمدي وايي، چې په مارجه كې يې د ماين په چاودنه كې درې بهرني سرتېري وژلي، خودولتي چارواكي يې نه مني.