ښرنه (پژواک ٢٨ غويى ٩٢): د پکتيکا چارواکي وايي، چې د ماين په دوو نورو چاودنو کې د يوه ملکي وګړي د ټپي کېدو ترڅنګ د ملي اردو او پوليسو نهو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر له خوا د غويي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې لومړۍ چاودنه نن سهار لس بجې د اورګون ولسوالۍ په ورژانه سيمه کې د زېړوک ولسوالۍ د ملي پوليسو پر پلې ګزمه وشوه.
سرچينې زياته کړه، په دې چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي، يو ملکي وګړى او دوه نور پوليس ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دويمه چاودنه نن يوه بجه د خوشامند ولسوالۍ اړوند سيمه کې هغه مهال رامنځته ته شوه، چې د ملي اردو يو زغروال موټر د لويې لارې پر سر پر يوه ماين ور برابر شو.
د ولايت مقام وايي، چې په دې چاودنه کې د ملي اردو پنځه سرتېري برسېرن ټپيان شوي او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د دغه ولايت په يحيی خېلو ولسوالۍ پر يوه تراکتور د ماين د چاودنې له امله د يوې کورنۍ يو وګړی ووژل شو، درې ماشومان، يوه مېرمن او يو سړى ټپيان شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP