Language

ځانمرګي خپل اوه ملګري ووژل

غزني (پژواک ٢٨ غويى ٩٢): امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني په ګيلان ولسوالۍ د ځانمرګي بريدکوونکي واسکټ د چاودنې له امله په خپله ځانمرګى او اوه نور ملګري يې وژل شوي دي.

د ګيلان د سيمه ييزو پوليسو قوماندان غلام سخي د غويي په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه پرون مازيګر د وتلې په کلي کې رامنځته شوې او اته تنه يې وژلي دي.

نوموړى زياتوي، يادو وسله والو خپل يو ملګرى د سيمه ييزو پوليسو پر يوه مرکز د بريد لپاره چمتو کاوه، چې واسکټ يې د اغوستو پر مهال چاودنه کړې ده.

ګيلان د غزني له مرکزه ١٢٠ کيلومتره لرې سوېل لور ته د کابل _ کندهار د لويې لارې پر سر پرته ولسوالي ده او د زابل له شاجوى سره ګډه پوله لري.

د ګيلان ولسوال محبوب الله هم دا مني، چې د ګيلان په وتلې کلي کې د ځانمرګي واسکټ د چاودنې له امله په خپله ځانمرګى او څلور نور ملګري يې وژل شوي دي.

ولسوال زياتوي، په دې اړه يې پلټنې پيل کړي، څو معلومه کړي چې وژل شوي افغان او که بهرني طالبان وو.

په غزني کې د خپل ډول دغه لومړۍ پېښه ده، چې د ځانمرګي په چاودنه کې يې خپل ملګري هم وژل کېږي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics