Language

غزني کې شپږ سيمه ييز پوليس او پنځه وسله وال وژل شوي

غزني (پژواک ۲۹ غويى ۹٢): چارواکي وايي، چې د غزني په ځينو سيمو کې د نښتو او عملياتو پر مهال شپږ سيه ييز پوليس او پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور سيمه ييز پوليس ټپيان دي.

د مقر ولسوال صاحب خان د غويي په ٢٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار د مقر په خوزيو سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړى وايي، په دې نښته کې، چې يو ساعت يې دوام درلود، وسله والو ته هم  مرګ ژوبله اوښتې، خو د شمېرې په اړه يې څه ونه ويل.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم وايي، چې د مقر په خوزيو کې د سيمه ييزو پوليسو او طالبانو تر منځ جګړه کې د دوو قوماندانانو په ګډون لس سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله وايي، چې د غزني په خوګياڼو ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال پنځه وسله وال وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې د اردو او پوليسو دوه سرتېري هم ټپيان شوي دي.

نوموړي پژواک ته وويل، چې د خوګياڼو ولسوالۍ په پېرکه سيمه کې له پرون سهار راهيسې  عمليات دوام لري او په لړ کې يې يوه اندازه وسله او مهمات هم لاس ته ورغلي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د خوګياڼو په جګړه کې د اردو د پنځو سرتېرو د وژل کېدو، شپږو تنو د ټپي کېدو او درېيو رينجر موټرو د ويجاړېدو ادعا کوي، خو دا مني چې دوه طالبان هم وژل شوي دي.

Related Topics