Language

ننګرهار کې چاودنې څلور سرحدي پوليس وژلي

جلال اباد (پژواک ٢٩ غويى ٩٢): د ننګرهار په مومند دره ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماين چاودنې څلور پوليس وژلي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه نن غرمه مهال د مومند درې ولسوالۍ اړوند د خاورۍ په سيمه کې د سرحدي پوليسو پر يوه رينجر موټر وشوه.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنې کې څلور پوليس وژل شوي او رينجر يې په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.

نوموړى وايي، چې ماين له پخوا ځاى پر ځاى شوى و.

د سيمې اوسېدونکي احمدسميع پژواک ته وويل، چې د چاودلې ياد ماين پر ځاى مخکې نور موټر هم تېرېدل، خو وايي چې دغه ماين يې پوليسو ته اېښى و.

بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سرحدي پوليسو يو رينجر موټر يې د سړک غاړې پر ماين الوځولى او څلور پوليس يې په کې وژلي دي.

د يادونې ده، څو ورځې وړاندې هم د کامې ولسوالۍ اړوند سيمه کې د سړک غاړې ماين چاودنې پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

Related Topics