Language

هلمند کې د ملي اردو سرتېرو يو ملکي وګړى په وهلو ډبولو وژلى

لښكرګا(پژواك ۲۹ غوايى ۹۲): د هلمند د ناوې ولسوالۍ اوسېدونكي وايي،  چې د ملي اردو سرتېرو د سيمې يو اوسېدونکى  په وهلو او ډبولو وژلى  دى.

د نوموړې ولسوالۍ لسګونه اوسېدونكو  نن د وژل شوي كس جسد د هلمند ولايت مقام مخې ته د احتجاج  په توګه راوړى و او له دولتي چارواكو يې غوښتنه كوله، چې  وژونکو عسکرو ته دې  سزا وركړل شي.

د ناوې اوسېدونکى مولوي عبدالرشيدوايي، دوه ورځې مخکې د ناوې ولسوالۍ په شور شورك سيمه كې د ملي اردو په قرارګاه  ډزې وشوې، په سبا يې د اردو سرتېرو شپږ کليوال  له ځان سره بوتلل.

نوموړي د غويي په ٢٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې  د  پنځو نورو كسانو په اړه  معلومات نه لري خو يو تن  يې تر ډېرو وهلو لاندې وژلى دى.

حاجي سيدګل  چې د دغو کسانو په ملګرتيا لښکرګاه ته راغلى و وايي، چې د اردو کسانو قومي او ژبنى تعصب کړى او بې ګناه کليوال يې په وهلو ډبلو وژلى  دى .

د ده  په خبره، د ملي اردو يوه سرتېري د وژل شوي كس د جسد  د وركړې پر مهال ورته وويل: ((پښتنو له ځانه  بدمعاشان جوړ كړي كه ځان سم نه كړئ  دغه  به مو حال وي.))

خو د هلمند د والي وياند عمر ځواك وايي، چې اردو پنځه شکمن کسان نيولي او پوښتنې يې تېرې پيل کړې دي.

دى وايي، د پېښې د پلټنې په موخه يې سيمې ته پلاوى لېږلى تر څو د خلکو د غوښتنو په اړه معلومات راټول کړي.

د نوموړي په وينا، د دې څېړنې پايلې به وروسته د رسنيو په واك كې وركړي.

Related Topics