Language

افغان سوداګر د ترانزيټ لپاره نوې لار غواړي

هرات (پژواک ٣٠ غويى ٩٢): افغان سوداګر له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د ايران او پاکستان له لارو پرته دې د ترانزيټ لپاره بديلې لارې ورته وموندل شي.

د هرات د سوداګرۍ خونې مرستيال حاجي سيروس علاف په همدې اړوند له سوداګرو سره په جوړه شوې غونډه کې وويل، چې پاکستان او ايران سياسي چلند کوي او د ترانزيټ د اصولو خلاف افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي.

نوموړي د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ايراني او پاکستاني چارواکو افغان سوداګرو ته ستونزې پيدا کړې او د سوداګرۍ لپاره دې نورې لارې ورته وموندل شي.

د ترانزيټ د ستونزو د هوارولو په موخه د هرات د سوداګرۍ خونې په نوښت جوړ شوي يوه ورځني ورکشاپ کې لسګونه صنعتګرو او سوداګرو د ترانزيټ لپاره د نوې لارې غوښتنه وکړه.

د سوداګرۍ خونو مرستيال وايي، چې په دغه ورکشاپ کې به له ايران او پاکستان پرته د نورو اسانه او ارزانه لارو په موندلو کې له سوداګرو او صنعتګرو سره سلا مشورې وکړي.

په هرات کې د صنعتګرو د ټولنې مشر حميدالله خادم وايي، چې افغان سوداګر د پاکستان او ايران له لارو په صادراتو او وارداتو کې ستونزې لري.

نوموړى زياتوي، چې دولت دې د منځنۍ اسيا له لارې په تور غونډۍ، حيرتان، شېرخان بندر او واخان کې سوداګرو ته لارې پرانيزي.

د خادم په وينا، افغان سوداګر د پاکستان او ايران له لارې ستونزې لري، مالونه په لاره ځنډول کېږي، د ترانزيټ نورو قوانينو ته پاملرنه نه کېږي، نو ځکه دوى د نوې لارې په لټه کې دي.

په هرات کې مېشت سوداګر هيله لري، که د منځنۍ اسيا له لارې سوداګرو ته نوې لاره پرانيستل شي، نو د سوداګريزو توکو وړل راوړل به اسانه او ارزانه تمام شي.

Related Topics