جلال اباد (پژواک ٣٠ غويى ٩٢): په جلال اباد ښار کې د پوليسو د انجينرۍ ډلې له لوري دوو ماينونو ته چاودنه ورکړل شوه، خو په ښاريانو کې يې وېره خپره کړې ده.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جلال اباد ښار تلاشۍ څلورلارې ته نږدې يوه کور ته څېرمه چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو، چې د پوليسو د انجنيرۍ ډلې له لوري بې له کوم زيانه چاودنه ورکړل شوه.
عينې شاهد صراف محمدنبي پژواک اژانس ته وويل، چې چاودېدونکي توکي د مجيد په نوم د يوه سرحدي پوليس د کور مخې ته ځاى پر ځاى شوي وو.
همداراز مشرقيوال زياتوي، چې له ياد ځاى څخه دوه سوه ميتره وړاندې د برېښنا رياست مخې ته په يوې لاسي کراچۍ کې هم چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو، چې د پوليسو د انجينرۍ څانګې له لوري ورته چاودنه ورکړل شوه.
د هغه په وينا، په دې چاودنه کې هم چا ته زيان نه دى اوښتى.
هغه وويل، که چېرې يادې دواړه چاودنې رامنځته شوې واى، ښايي ډېرې خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې واى.
د امنيه قوماندان مطبوعاتي مسوول زياتوي، چې د دويمې چاودنې په تور يې يو تن نيولى او تر پوښتنو لاندې دى.
د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي سيدمحمد پژواک اژانس ته وويل، چې د يادو چاودنو غږ په ښاريانو په منځ کې وېره خپره کړه، خو وروسته معلومه شوه، چې پوليسو په خپله چاودنه ورکړې ده.
د يادو پېښو په اړه وسله والو مخالفينو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
ياده دې وي چې پرون هم د مومند درې ولسوالۍ په خاورۍ سيمه کې د سړک غاړې ماين چاودنې څلور پوليس وژلي وو.