Language

د ننګرهار محصلين: د بدل اعاشې پيسې مو پوره او پر وخت نه راکول کېږي

جلال اباد (پژواک ٣٠ غويى ٩٢): د ننګرهار پوهنتون يو شمېر محصلين شکايت کوي، چې دوى ته د بدل اعاشې پيسې پر وخت او په پوره ډول نه ورکول کېږي.

د ننګرهار پوهنتون شاوخوا ١١ زره محصلين لري، چې د چارواکو په وينا، دوه نيم زره يې ليليه او دوه نيم زره نورو ته يې بدله اعاشه ورکول کېږي.

د دغه پوهنتون د وترنرۍ پوهنځي يو محصل ابرارالله پژواک خبري اژانس ته وويل، سږ کال هغه محصلين چې بدل اعاشه اخلي، د پوهنتون مسوولينو ترې د ١٥ ورځو پيسې ګرځولې دي.

هغه دغه شکايت هم وکړ، چې د بدل اعاشې پيسې ورته پر وخت نه ورکول کېږي، کله يې په دوو او کله يې په درېيو مياشتو کې ورکوي.

نوموړى وايي: ((په يوه نه يوه بهانه درنه پيسې ګرځوي، کله درته وايي چې ستا پيسې نه دي حواله شوې او که بله بهانه کوي.))

د ښوونې او روزنې پوهنځي محصل نصيراحمد هم د پوهنتون د ليليې پر مسوولينو نيوکه کوي او وايي، چې نه يواځې د بدل اعاشې پيسې پوره او پر وخت نه ورکوي، بلکې د ليليې د ډوډۍ کيفيت يې هم ډېر ټيټ دى.

نوموړي زياته کړه: ((زرګونه محصلين دي چې د هر يوه له پيسو شل، شل افغانۍ هم واخلي ډېرې پيسې جوړېږي او هغه په خپل جېب کې اچوي.))

د نصيراحمد په خبره، دوى ته هره غرمه او ماښام مېوه هم حواله ده، خو د ليليې مسوولين يې يواځې د غرمې له مخې هغه مېوه ورکوي، چې په بازار کې يې څوک نه اخلي.

دى وايي، څو ځله يې ياده مسئله له مسوولينو سره شريکه کړې، خو تر اوسه يې د حل لپاره څه نه دي کړي.

د ننګرهار پوهنتون يو بل محصل الفت الله وايي، د ليليې د خوړو کيفيت دومره ټيټ وي،  چې دوى يې په دويم ځل بيا پخوي.

هغه پژواک ته وويل: ((په کتغ کې غوړي په دوربين کې نه ليدل کېږي، موږ اړ يو چې له سره يې جوړ کړو.))

الفت وايي، چې د محصلينو د ډوډۍ له حق څخه يو شمېر اداري کار کوونکي هم استفاده کوي، په داسې حال کې چې د هغوى حق په کې نشته، دغه کار هم د دوى خواړه بې کيفيته کړي دي.

د ننګرهار پوهنتون يوه محصله صايمه چې بدل اعاشه اخلي پژواک اژانس ته وويل، د تېرې دلوې مياشتې د ١٥ ورځو پيسې ترې ګرځول شوې او همداراز د پيسو د اخيستو په وخت کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمرى هم يادې ستونزې مني او وايي، چې د محصلينو له لوري ورته څو ځلې په دې اړه شکايتونه شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دوى دغه ستونزې له چارواکو سره شريکې کړې، خو لا تر اوسه يې په اړه کوم جدي ګام نه دى پورته شوى.

دى وايي: ((اداري فساد تر دې حده رسېدلى، چې د محصل له ډوډۍ هم غلا کوي.))

نوموړي پر مرکزي ادارې غږ وکړ، چې د ننګرهار پوهنتون د ليليې چارو لپاره دې يو ګډ پلاوى وټاکي تر څو ستونزې يې له نږدې وليدل شي.

د ننګرهار پوهنتون رييس محمد صابر مومند پژواک ته وويل، په ټولو رسمي رخصتيو کې پر محصلينو اعاشه بنديږي، نو ځکه يې د دلوې د مياشتې د ١٥ ورځو پيسې له محصلينو ګرځولې دي.

خو هغه د محصلينو له خوا د خوړو د خرابوالي په اړه له شکايتونو نا خبري وښوده.

دى وايي، چې په نږدې وخت کې به يو پلاوى وټاکي او د محصلينو د ليليې ستونزه به له نږدې وڅاري، تر څو د حل په موخه يې لازم اقدامات پورته کړي.

Related Topics